لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد پاکستاني چارواکو سره په افغان سوله خبرې کړي


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغان سوله دخبرو اترو دپاره دجمعې په ورځ‌ اسلام اباد ته رسیدلی اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ نورو چارواکو سره یې لیدنې کړي دي.

دپاکستاني رسنیو له مخې ښاغلي خلیلزاد دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت کې خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي اؤ ورسره یې دافغان سولې په اړوند تر اوسه په شوؤ پرمختګونو اؤ دپاکستان په راتلونکي کردار خبرې کړي دي .

هغه دپاکستان خارجه وزیر د دوحې خبرو کې طالبانو سره دشوؤ پرمختګونو څخه هم خبر کړی اؤ ویلي یې دي چې افغانستان کې دسولې هیلې تر بل هر وخت زیاتې راټوکیدلي دي.

زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي چې دافغانانو ترمینڅ خپل منځي خبرې دسولې اؤ جوړجاړي یوه مهمه برخه ده اؤ‌ پاکستان به په دې لړ کې خپل کوټلی کردار ترسره کوي.

شاه محمود قریشي زیاته کړې ده چې پاکستان افغانستان کې دسولې امن اؤ ثبات پلوی دی اؤ په دې خبره باور لري چې افغانستان کې سوله اؤ ثبات دپاکستان په ګډون دټولې سیمې په ګټه تمامیږي.

خارجه دفتر ته د زلمي خلیلزاد له رسیدو وروسته دواړو خواؤ د ډلو په کچه هم خبرې اترې کړي چې په دغو خبرو کې دپاکستاني لوري مشري خارجه سکترې تهمینه جنجوعه کړې ده

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل په ټوئټر لیکلي چې دغه لیدنه کې افغانستان کې دسولې په پروسه اؤ سیمه کې دامن په تېنګښت خبرې اترې شوي دي.

ټاکل شوې ده اسلام اباد کې دخپلې ایسارتیا په مهال به زلمی خلیلزاد دپاکستان د نورو لوړپوړو دولتي اؤ پوځي چارواکو سره هم لیدنې وکړي اؤ‌ افغانستان کې دسولې په روانو هڅو به ورسره وغږیږي.

زلمي خلیلزاد افغانستان کې دسولې په لړ کې تیره میاشت په قطر کې طالبانو سره هم اوږدې خبرې کړې وې اؤ دعوه یې کړې وه چې په دغو خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

اسلام اباد ته له تګ وړاندې تیره ورځ زلمي خلیلزاد دافغان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو سیاسي اؤ دولتي مشرانو سره لیدنې کړې وې اؤ هغوئ یې طالبانو سره دسولې خبرو کې دشوؤ پرمختګونو نه خبر کړي وؤ.

طالبان تر اوسه افغان دولت سره دنیغ په نېغه خبرو نه انکاري دي چې په دې افغان دولت خفګان څرګندونه کوي اؤ وایي دسولې دخبرو مالکیت باید دافغانانو په لاس کې وي.

خو طالبان وایي چې تر څو افغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي هغوئ به تر هغې اوربند اؤ‌ افغان دولت سره خبرې نه کوي.

په قطر کې دطالبانو اؤ زلمي خلیلزاد ترمینځ د وروستیو خبرو نه وروسته ځېنو مطبوعاتو داسې دعوې کړې وې چې طالبان امریکا څخه غوښتنه لري چې د شپږو میاشتو موده کې باید افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي خو امریکا وایي چې یو نیم کال کې به خپل ځواکونه وباسي.

ولې تیره اوونۍ زلمي خلیلزاد پخپله یوه مرکه کې په ډاګه کړې وه چې دځواکونو په وتلو تر اوسه هیڅ رقم غوڅ تړون نه دی شوی خو ښایي افغانستان نه به دامریکایي ځواکونو وتل دکلونو مودې ته اړتیا ولر

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG