افغان چارواکو ويلي د هېواد په لويديځ کې پرتې صوبې بادغېس کې د وسله والو طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۲۰ پوليس او پوځيان وژل شوي دي.
د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د زیارت، پنجشنبې په ورځ طالبانو دغه بريد کړی او چارواکو په برید کې د وژنو سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
طالبانو په افغانستان کې د افغان سرتېرو پرضد بريدونه په داسې حال کې دوامداره ساتي چې د امریکې سره یې د سولې په اړوند خبرې هم روانې دي.
د بادغېس د ولایتي شورا غړي محمد ناصر ناظري طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ په مرکز غټ بريد کړی دی.
ځينې راپورونه وايي په برید کې ۳۶ سرتيري وژل شوي او طالبانو څو چوکۍ نيولي دي.
د بادغېس د والي وياند جمشېد شهابي ویلي د طالبانو سره په جګړه کې د ۳۰ نه زيات طالب وسله وال وژل شوي دي.
طالبانو دغه بريد په داسې حال کې کړی چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د پاکستان په سفر دی.
د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې خليلزاد څو ځله د طالبانو سره خبرې کړي او ويل کیږي دا لړۍ به دوام لري.
خو د سولې د خبرو باوجود طالبانو خپل وسله وال عمليات دوامداره ساتلي دي.