لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد جنرال باجوه سره دافغان سولې پسر خبرې کړي


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره دجمعې په ورځ دپاکستان په پوځي مرکز یا جي ایچ کیو کې لیدلي اؤ افغانستان کې دسولې په روانه پروسه یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

دپاکستان دپوځ دبیان له مخې په دغه لیدنه کې ښاغلي زلمي خلیلزاد دپاکستان دهاغو هڅو ستائنه کړې ده چې تر دې دمه یې دافغان سولې په لړ کې کړي دي.

پاکستان دعوه کوي چې امریکا سره دسولې خبرو ته طالبان دوئ دصدر ټرمپ په غوښتنه کښینولي خو تر دې مهاله طالبان افغان دولت سره دسولې دخبرو اؤ اوربند نه انکاري دي.

افغان ولسمشر اشرف غني تیره میاشت په طالبانو غږ کړی ؤ چې باید اسلام اباد سره دخپلو اړیکو سپیناوی وکړي.

زلمی خلیلزاد چې دجمعې په ورځ دپاکستان په سفر تللی ؤ دپاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشي سره یې هم افغانستان کې دسولې په روانو هڅو خبرې کړې وې اؤ ښاغلي قریشي امریکایي استازي ته باور ورکړی ؤ چې دافغان سولې لړ کې به اسلام اباد خپل رغنده رول ترسره کوي.

دپاکستان دپوځي سر لښکر جنرال باجوه اؤ زلمي خلیلزاد ترمینځ دشوې لیدنې زیات جزئیات دپاکستان پوځ نه دي په ډاګه کړي خو پخپل یو لنډ بیان کې یې ویلي چې دغه لیدنه کې افغانستان کې سولې په روانو هڅو اؤ سیمه کې دامنیت په وضعه خبرې اترې شوي‌ دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې افغانستان کې د یو داسې لنډ مهاله حکومت دجوړیدو غوښتنه کړې چې دافغانستان ټولو خواؤ ته پکې استازیتوب ترلاسه وي خو افغان دولت د وزیراعظم عمران خان دا غوښتنه دافغانستان کورنیو چارو کې مداخله ګڼلې اؤ اسلام اباد ته یې په دې سخت احتجاج کړی.

دجمعې په ورځ عمران خان قبائیلي ضلع خیبر کې یوې جلسې ته خپله وینا کې ویلي هغه افغانانو ته د ورورولۍ مشوره ورکړې چې باید دمداخلې نوم ورنه کړل شي.

زلمي خلیلزاد افغانستان کې دسولې په لړ کې تیره میاشت په قطر کې طالبانو سره هم اوږدې خبرې کړې وې اؤ دعوه یې کړې وه چې په دغو خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

اسلام اباد ته له تګ وړاندې اوړمه ورځ زلمي خلیلزاد دافغان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو سیاسي اؤ دولتي مشرانو سره لیدنې کړې وې اؤ هغوئ یې طالبانو سره دسولې خبرو کې دشوؤ پرمختګونو نه خبر کړي وؤ.

طالبان تر اوسه افغان دولت سره دنیغ په نېغه خبرو نه انکاري دي چې په دې افغان دولت خفګان څرګندونه کوي اؤ وایي دسولې دخبرو مالکیت باید دافغانانو په لاس کې وي.

خو طالبان وایي چې تر څو افغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي هغوئ به تر هغې اوربند اؤ‌ افغان دولت سره خبرې نه کوي.

په قطر کې دطالبانو اؤ زلمي خلیلزاد ترمینځ د وروستیو خبرو نه وروسته ځېنو مطبوعاتو داسې دعوې کړې وې چې طالبان امریکا څخه غوښتنه لري چې د شپږو میاشتو موده کې باید افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي خو امریکا وایي چې یو نیم کال کې به خپل ځواکونه وباسي.

ولې تیره اوونۍ زلمي خلیلزاد پخپله یوه مرکه کې په ډاګه کړې وه چې دځواکونو په وتلو تر اوسه هیڅ رقم غوڅ تړون نه دی شوی خو ښایي افغانستان نه به دامریکایي ځواکونو وتل دکلونو مودې ته اړتیا ولري

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG