لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دایران سپاه پاسداران ځواکونه دترهګرو نوملړ ته وراچوي، روئټرز وایي


نړیوالې خبري شبکې روئټرز د دریوؤ امریکایي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې امریکا د ایران ځانګړي ځواکونه “سپاه پاسداران انقلاب اسلامي” د ترهګرو نوملړ ته ور اچوي.

که چرې امریکا خپله دا پړېکړه عملي کړي نو دا به وړومبی ځل وي چې امریکا دکوم هیواد رسمي پوځ ترهګر بللی وي

ایران په سمدستې توګه دامریکا په دغه پرېکړه خپل غبرګون نه دی ښودلی خو په تیرو وختونو کې یې ویلي چې که چرې امریکا دا ګام واخلي نو ایران به یې په ضد خپل سخت غبرګون وښایي.

روئټرز دخالي په ورځ‌ پخپل یو راپور کې احتمال ښودلی چې کیدی شي د امریکا دبهرنیو چارو وزارت د اپریل په اتمه نېټه د سپاه پاسداران دترهګرو نوملړ ته د وراچولو پرېکړه عملي کړي.

دغو امریکایي چارواکو دنوم نه ښودلو په شرط روئټرز ته ویلي چې دسپاه پاسداران ځواکونو په شام کې دیاغیانو په ضد دبشارالاسد دحکومت ملګرتیا کړې ده،په لبنان کې یې هم دحزب الله تنظیم فعالیتونو کې کومک کړی اؤ فلسطین کې یې دحماس تنظیم لاس امداد کړی دی.

روئټرز وایي چې امریکا دمخه هم د سپاه پاسداران ځینې چارواکي ترهګر ګرځولي دي

برتانوي خبري شبکه بي بي سي وایي دوه کاله وړاندې دسپاه پاسداران ځواکونو مشر محمدعلي جعفري دوه کاله وړاندې دامریکا دداسې قسمه پرېګړې په غبرګون کې ویلي وؤ چې که چرې امریکا دایران دسپاه پاسداران ځواکونه ترهګر وګرځوي نو ایران به هم په ټوله نړۍ کې امریکایي ځواکونه دداعش په څیر وګڼي.

پاسداران دایران دپوځ دځانګړو ځواکونو یوه مهمه برخه ده چې دغه ځواک په نظریاتي‌ بنسټونو جوړ کړل شوی دی.

دغه ځواک دهیواد دعام پوځ څخه تر یوه حده خپل ځان جلا اؤ ازاد سات

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG