لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب وروسته د ناامنۍ پرضد جلسه کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته د ناامنۍ پرضد د اعلان کړې جلسې دپاره په رسمي ډول کمپاين پېل کړی او کمېټي يې جوړه کړې ده.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د شورو، چارشنبې په ورځ په ټويټر د شمالي وزیرستان د جلسې اعلان کړی او ويلي يې ؤ، په ۱۴م اپرېل د اتوار په ورځ به په ميرانشاه کې "هلته د روانو هدفي وژنو، د پي ای بنديانو، د شمالي وزيرستان د کډوالو، بندو کاروباري لارو، تباه مارکيټونو، ډېم او نورو مسايلو" په اړوند جلسه کوي.

د ميرانشاه د جلسې دپاره د جوړې کړی شوې کمېټۍ مشر امين وزير وايي، د پي ټي اېم ملګري چې په کمېټۍ کې شامل دي ميرانشاه ته رسېدلي او هلته يې نن په رسمي ډول کمپاين پېل کړو.

پي ټي اېم وايي د ميرانشاه په جلسه کې به دا غوښتنې کوي،

"د هدفي وژنو او په سرکاري او شخصي ودانیو د قبضې خاتمه" د افغانستان سره د "غلام خان پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره خلاصول" او په افغانستان کې د " مېشتو کډوالو بيرته راوستل دې يقيني کړی شي".

دوي وايي د شمالي وزيرستان "دوکاندارانو، سوداګرو او پټرول پمپونو مالکانو ته دې معاوضه ورکړی شي"، د "شوال په ځنګلونو کې دې لاس وهنه" ودرول شي او په علاقه کې دې " د ګوډ (ښه) طالبانو د اصطلاح خاتمه" وشي.

پي ټي اېم تېر کال په ميرعلي کې يوه غونډه کړې او دهغې وروستو يې ځينې مظاهرې هم کړي دي.

د وزیر په وېنا دوي د دغه جلسې د لارې په څرګند ډول نه يواځې د پاکستان واکمنو بلکې نړۍ ته ويل غواړي چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیاتو وروسته هم ناامني دوام لري.

په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو وروسته حکومت او پوځ ادعا کوي چې په بشپړ ډول امن په ځای کړی شوی دی خو په سيمه کې وخت په وخت د ناامنۍ د پېښو لړۍ دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG