نړيوال بېنک ويلي په راتلونکو دوه کلونو موده کې به د پاکستان د پرمختيا شرح ټيټه وي. نړيوال بېنک دغه څرګندونه د سویلي اسيايي هېوادونو په اړوند رپوټ کې کړې ده.
د نړيوال بېنک د رپوټ ترمخه په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان اقتصادي پرمختيا د تېرو ۱۱ کلونو تر لوړې کچې پينځه اعشاريه اته فيصدو ته رسېدلې خو په ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰ کې به دا مخ په ښکته وي.
د رپوټ ترمخه په کال ۲۰۱۹م کې به دا شرح درې اعشاريه څلور او په کال ۲۰۲۰م کې به دا دوه اعشاريه اووه وي او په ۲۰۲۱م کې بيا د دې شرحې څلور اعشاريه صفر ته رسېدو هيله څرګنده کړی شوې ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په کال ۲۰۱۸م کې د حکومت واک اختيار سمبال کړی او وايي ملک د خپل تاریخ د سخت اقتصادي وخت نه تيريږي.
د پي ټي ايي د حکومت مخالفين په دوي سختې نيوکې کوي چې د دوي د نااهلۍ له امله ملک د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.
نړيوال بېنک ويلي په اقتصادي شرح کې د کمي علت په ملک کې د سختو اقتصادي ستونزو په موخه د حکومت سختې معاشي پاليسيانې دي.
د تحريک انصاف حکومت وايي دوست هېوادونو ورله قرضونه ورکړي خو دوي بيا هم د نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف څخه قرض غواړي او په دغه اړوند يې ورسره خبرې روانې دي.
راپورونه وايي حکومت د ايي اېم اېف نه د قرضې ترلاسه کولو دپاره د ادارې سختو شرطونو منلو ته تیار شوی دی.
نړیوال بېنک د سختو حکومتي پاليسيانو له سببه به د کارېدونکو څیزونو د طلب کمېدو او صادراتو سېوا کېدو امکان څرګند کړی دی.
د سويلي اسيا د نورو هېوادونو د اقتصادي پرمختيا په اړوند نړيوال بېنک ويلي، په کال ۲۰۱۸م کې د هند د اقتصادي پرمختيا شرح اووه اعشاريه دوه فيصده او په راتلونکو درې کلونو کې به اووه اعشاريه پينځه فيصده وي.
دغه ډول د پاکستان نه جدا شوي بنګله دېش په اړوند ويل شوي د دغه هېواد اقتصادي شرح په کال ۲۰۱۸م کې اووه اعشاريه نهه فيصده او په راتلونکو درې کلونو کې به شپږ او پينځه فيصده کمه وي.