لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دې پاکستان ته دایي ایم ایف د ورکړل کیدونکي پور مخه ونیسي،دکانګریس غړي


دامریکا دکانګریس درېوؤ تکړه غړو ټیډایس یوهو،ایمي بیرا اؤ جارج هولډنګ د ګل په ورځ دصدرټرمپ انتظامیې څخه غوښتنه کړې چې امریکا باید دایي ایم ایف لخوا پاکستان ته د ورکړل کیدونکي پور مخالفت وکړي.

دغو سنیټیرانو اندېښنه ښودلې چې دایي ایم ایف نه ترلاسه کیدونکې پیسې پاکستان د سي پیک دپاره چین څخه د اخستل شوؤ پورونو په لنډولو مصرفولی شي.

دامریکا دخزانې وزیر سټیو منوچن اؤ د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو ته استولي یو لیک کې دغو درېواړو سینیټرانو لیکلي چې چین پاکستا کې دسي پیک په اساس د۶۲ؤ اربو ډالرو سرمایه ګزاري کوي اؤ ددې پروژې دپاره د ورکړل شوؤ پورونو دخلاصون اؤ پروژې څخه دګټې اخستلو لارې بیخي پټې ساتل شوي دي.

سینیټرانو ویلي دسي پیک دپاره داخستل شوؤ پورونو په شرائطو پخپله دپاکستان دننه هم پوښتنې راولاړیږي.

هغوئ ویلي د چین دا طریقه ده چې خلک د پورونو په لومه کې نښلوي ، تر دې وړاندې یې سریلنکا ته هم دسمندري غاړې دپروژې جوړولو دپاره پورونه ورکړي وؤ خو هرکله چې بیا سریلنکا چین ته دپورونو ورګرځولو توان نه لرلو نو هغوئ دغه سمندري غاړه چین ته وسپارله.

دکانګریس غړو ویلي مونږ باید په پاکستان دچین پورونو ته هم ددغه خطرې په تناظر کې وګورو

سینیټرانو زیاته کړې ترڅو چې پاکستان دپاره دې دایي ایم ایف شرطونه سخت کړل شوي نه وي اؤ بشپړه کره کتنه یې نه وي شوي ترهغې ویره شته چې پاکستان دغه پیسې داخستل شوؤ پورونو خلاصولو دپاره پکار راولي.

هغوئ پخپل لیک کې دا هم لیکلي چې پاکستان په تیرو ۳۰ؤ کالو کې ۱۲ځله دایي ایم ایف نه پورونه اخستي دي خو تر اوسه داصلاحاتو پځائ کولو کې ناکام پاتې دی.

نوموړو قانون سازانو خبرداری ورکړی چې ترڅو پاکستان دپورونو دبار لاندې وي، د پورونو خلاصولو عملې یې بې تولې وي اؤ دسختې مالي خسارې سره مخ وي دایي ایم ایف نه ترلاسه کیدونکې پیسې به یې په ګټه نه راځي بلکې دا به د چین په ګټه تمامیږي

هغوئ په امریکایي حکومت غږ کړی چې د چین لخوا دنورو هیوادونو دپورونو لومه کې د ګیرولو دتګلارې مخالفت وکړي تر څو سیمه کې دامریکا ګټې خوندي پاتې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG