لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دافغانستان راتلونکي دپاره تګلاره به افغانانو ته پخپله جوړول وي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دافغان شخړې دسوله ییز هواري یوازینۍ لاره سیاسي خبرې اترې دي اؤ دطالبانو په ګډون دټولو خواؤ سره دسولې خبرې به ښې پائیلې ولري.

د ګل په ورځ اسلام اباد کې دامریکایي پوځ دمرکزي قوماندې دمشر جنرال کینتهن میکنبر سره لیدنه کې وزیراعظم عمران خان امریکا ته باور ورکړی چې پاکستان به دافغان شخړې په سوله ییز هواري کې خپل رغنده کردار ترسره کوي .

ښاغلي خان ویلي پاکستان دافغان شخړې دسیاسي هواري په لړ کې تر اوسه کوټلې هڅې کړي اؤ په راتلونکي کې هم هوډ لري چې په دغه جګړه ځپلي هیواد کې به دامن اؤ سولې په ټېنګښت کې بشپړ کومک وکړي.

هغه وویل افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دافغانستان ټولو خواؤ ته خپلو کې کښېناستل اؤ دراتلونکي دپاره پخپلو تګلارو غور کول وي.

دپاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې په دغه لیدنه کې وزیراعظم د داعش په ګډون سیمه کې د نورو راپورته کیدونکو خطرو دمخنیوي دپاره دپاکستان اؤ امریکا ترمینځ‌ په کوټلو پوځي همکاریو هم ټینګار کړی.

عمران خان سره دامریکا لوړ پوړي پوځي مشر دا لیدنه وروسته له هغې کړې چې په دې وروستیو کې افغان حکومت دعمران خان په بیانونو سخت غبرګون ښکاره کړی اؤ تور یې لګولی چې عمران خان دافغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

وزیراعظم عمران خان په تیره یوه نیمه میاشت کې څلور کرته افغانستان کې دلنډمهاله حکومت جوړؤلو غوښتنه کړې اؤ څلور واړه ځله افغان دولت دعمران خان دغه غوښتنه دافغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده .

خو تیره اوونۍ خیبر ضلعه کې یوې اولسي جلسې ته خپله وینا کې هغه سپیناوی کړی ؤ چې دلنډمهاله حکومت جوړولو مشوره یې افغان دولت ته د ورورولۍ په بڼه ورکړې باید د مداخلې په سترګه ورته ونه کتل شي

په افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت موضوع وروسته له هغې توده شوې چې تیره میاشت قطر کې افغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ د اوږدو خبرو نه وروسته نړیوالو رسنیو دعوې وکړې چې دقطر خبرو کې دواړه خواخوې افغانستان کې دیو لنډمهاله حکومت په جوړولو صلاح شوي دي.

خو امریکا ا‌ؤ طالبانو دواړو سپینه کړې ده چې د قطر په مزاکراتو کې هیڅ تړون نه دی شوی اؤ نه هم په لنډ مهاله حکومت موافقه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG