لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان نوازشریف سره دحکومت په ضد په تحریک پیل کولو غږیدلی


دپاکستان دسیاسي مذهبي ډلې جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د زندان نه په ضمانت دبهر پخواني وزیراعظم نوازشریف سره لیدلي اؤ پاکستاني رسنۍ وایي چې ورسره یې دعمران خان دحکومت په ضد په تحریک پیل کولو خبرې کړي‌ دي.

خو مولانا فضل الرحمان وایي هغه یوازې د نوازشریف د ناروغتیا پوښتنې له ورغلی ؤ اؤ کله چې دوه سیاسي کسان خپلو کې کښېني نو په سیاسي چارو هم خبرې کوي.

د نهې په ورځ نوازشریف سره له لیدنې وروسته مولانا فضل الرحمان خبریالانو ته ویلي په ورځ،دوه کې به د پیپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري سره هم لیدنه وکړي اؤ ورسره به په هاغو نکتو خبرې وکړي چې نوازشریف سره یې کړي دي.

خو دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري دمولانا فضل الرحمان اؤ‌ نوازشریف په لیدنه کلکه نیوکه کړې اؤ‌ دعدلیې څخه یې غوښتي چې باید ددې لیدنې نوټس واخلي ځکه چې نوازشریف محکمې څخه دعلاج په بهانه ضمانت اخستی.

پاکستاني رسنۍ وایي د لاهور په جاتی امراء کې دنوازشریف دکور دننه دمولانا فضل الرحمان اؤ‌ نوازشریف دغه لیدنه تر دوؤ ساعتو روانه وه چې پکې دهیواد په سیاسي وضعیت اؤ بې کچه ګرانۍ خبرې اترې شوي دي.

مولانا فضل الرحمان خبریالانو ته ویلي چې هغه اؤ‌ نوازشریف دواړو دهیواد په موجوده وضعیت اندېښنه ښکاره کړې اؤ دګرانۍ د بار لاندې ګیر اولس ته یې دخلاصون ورکولو په لارو خبرې کړي.

هغه وویل دحکومت په ضد یې دملین مارچ تیارۍ سرته رسولي اؤ‌ په ورځ دوه کې به دپیپلز ګوند مشر اصف زرداري سره هم لیدل کتل وکړي.

پخواني وزیراعظم نوازشریف ته داحتساب محکمې دالعزیزیه اسټیل ملز په دوسیه کې د اوو کالو دبند سزا اورولې ده خو تیره اوونۍ نوموړی محکمې دعلاج دپاره دیوې نیمې میاشتې په ضمانت خوشی کړی دی.

پخوانی صدر اصف علي زرداري هم داحتساب دمحکمې لخوا دجعلي بانکي اکاونټونو مقدمه سوره ده چې پکې دګرفتارۍ نه بچ کیدلو دپاره هغه دمحکمې څخه ضمانت ترلاسه کړی دی.

دعمران خان دحکومت سخت مخالف مولانا فضل الرحمان وویل د عمران خان حکومت هم جعلی دی اؤ دا وزیراعظم پخپله هم جعلي دی.

هغه وویل کله چې معیشت دنااهله واکمنانو لاسونو ته ولوئیږي نو بیا اندازه وشي چې دهیواد به څه حال وي؟

هغه وویل د ټولټاکنو نه سمدستي وروسته ټول مخالف سیاسي ګوندونه په دې خبره یوه خوله شوي وؤ چې ټولټاکنو کې ټګي شوې ده ، دا حکومت اؤ ددې اکثریت جعلی دی،وزیراعظم هم جعلي،خلائي اؤ نصب کړل شوی دی.

له دغې لیدنې وروسته دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري په ټوئټر لیکلي چې نوازشریف خو دومره ناروغه و چې سپریم کورټ ته ویل شوي وؤ که په ضمانت خوشې نکړل شو نو ژوند ته یې خطره ،دمدام په څېر یې دروغ ویلي وؤ اؤ اوس دایمبولینس پځائ مولانا فضل الرحمان دهغه کور ته ورسیدلو.

هغه ویلي چې مولانا فضل الرحمان نوازشریف کې سیاسي ساه پوکي اؤ محکمې باید ددې خبر واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG