لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د قرض او ذهني فشار له امله يو تن ځان، خپله ښځه او څلور بچي وژلي


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې يو تن د قرض او ذهني فشار له امله په خپله ښځه، درې لوڼو او دوه زامنو ډزې کړي او بيا يې ځان هم ويشتی دی.

د ټانک د انتظاميې ترمخه دا پېښه نن د نهې، سه شنبې په ورځ رامنځته شوې ده. ځايي خلک وايي دې تن به زرګري کوله او د سرو زرو د نرخ ګرانېدو سره پرې زیات قرضونه اوختي وو ځکه يې ځان وژنه کړې ده.

دغه تن چې پېژندګلو يې د سېد رسول په نوم شوې ځان، خپله ښځه او بچي يې وژلي، د ده د تره زوي احسان الله وي او ای ډیوه ته ويلي چې دوي ته خبر وشو چې سيد رسول په کور چا ووژلو.

خو هغه وويل چې کله دوي کور ته ورسېدل نو په کور کې دوي ټول مړه پراته ؤ، يو هلک او جينۍ ژوبل ؤ هغه يې د ټانک او بيا د ډېره اسماعيل روغتون ته راوړه او په روغتون کې بيا ژوبلې جينۍ هم ژوند د لاسه ورکړو.

هغه زياته کړه ژوبل ۱۱ کلن هلک چې په روغتون کې دی د هغه په وېنا پلار يې سهار ټوپک راواخيستو او په دوي يې ډزې پېل کړې.

د احسان په وېنا دوي په دې اړوند مالومات نه لري چې هغه د څه له امله دا کار کړی دی.

د ټانک د مرستيال کمشنر د دفتر د رپوټ ترمخه دغه تن چې ځان، ښځه او بچي يې وژلي په کور کې به يې د زرګرۍ کار کولو او د قرض او ذهني فشار له امله يې دغه کار کړی دی.

مرستيال کمشنر شاه رخ خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو، دا پېښه سهار وختي د ټانک په سټي علاقه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل د دې تن ګاونډيانو ورته ويلي چې په سېد رسول قرضونه ؤ ژوند يې تنګ ؤ او نوموړی کمشنر وايي په سمدستي ډول هم د دې پېښې علت دغه مالوم شوی دی.

په ذهني ناروغو پوهه زهرا شاه وايي، د ذهني فشار له امله يو تن کولی شي چې ځان او بل چا ته تاوان واړوي او د مرګ تر حده قدم پورته کولی شي.

"د ذهني ناروغتيا حد نه وي، په ذهني فشار کې يو تن کولی شي چې ځان ته نقصان ورکړي او د ځان سره نورو خلکو ته هم تاوان اړولی شي، تر دې حده پورې چې د ذهني فشار له امله يو تن کولی شي چې د ځان وژنې اقدام هم وکړي او بل هم مړ کړي".

شاه وايي د ذهني فشار مختلف علتونه وي شخصي شخړۍ يا بل کوم عمل، او د ټولنې فشار هم يو تن د ذهنی ناروغۍ سره مخ کولی شي. د دې ترڅنګ نشې کول هم انسان د ذهني دباؤ لاندې راولي او بیا اخري اقدام ته اړباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG