لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې بډې رشتونه سېوا شوي، رپوټ


نړيواله مالياتي اداره (ايي اېم اېف) وايي په پاکستان کې د ټېکسونو ټولولو عمل چټک شوی خو ورسره د بډو رشوتونو اخيستو لړۍ هم زياته شوې ده.

ايي اېم اېف د ۱۸۰ هېوادونو په خپل جايزه رپوټ کې ويلي دي چې په کومو هېوادونو کې کم ټېکسونه ورکړی شوي دي هلته زياتې پېسې د بډو رشوتونو په مد کې تلي دي.

د پاکستان حکومت په وروستيو کې د کارکردګۍ په اساس د ټېکسونو راټوؤلونکو دولتي مامورينو دپاره د اضافي مراعاتو ورکولو ویلي ؤ.

د نړيوالې ادارې په وېنا د دغسې کولو له امله د مراعاتو په اساس د ټېکسونو راټولولو عمل ۵۰ فيصده سېوا شوی دی خو اداره وايي ۳۰ فيصده د غېر قانوني پېسو غوښتنې هم ورسره زياتې شوي دي.

په مردان کې د ټېکسونو د ګوشوارو جمع کوونکی وکیل عمران عباسي وايي چې خلک غواړي د ټېکسونو د حکومتي ادارې سره خپل اندراج وکړي خو د محکمې لخوا په دې کې د مشکلاتو سره مخ کیږي او دغه عمل لا نور پسې ګران شي.

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند حکومت دا ژمنه کړې وه چې د ټېکسونو راغونډولو شرح به سېوا کړي او د حکومتي ټېکسونو هدف به د څلور زره اربه روپو نه اته زره اربه روپو ته ورسوي.

خو روان کال د پاکستان حکومت ته د څلور اعشاريه څلور کهربه ټېکسونو هدف په پوره کولو کې مشکلات ورپېښ دي.

د مالي کال ۲۰۱۸ او ۱۹ دپاره د ټېکسونو مرکزي اداره (اېف بي ار) خواوشا د درې اربه روپو خسارې سره مخ ده.

د راپورونو ترمخه په پاکستان کې د مجموعۍ ابادۍ نزدې يو فيصده خلک ټېکسونه ورکوي چې اساسي علت يې په دغه محکمه کې بډې رشوتونه دي او هم له دې له امله د خلکو او ادارې ترمنځه د اعتماد کمی ښودل کيږي.

د اېف بي ار ترمخه د پاکستان په ټوله ۲۱ کروړه ابادۍ کې يواځې يو اعشاريه اته ملينه (۱۸ لاکه) کسان ټېکسونه ورکوي او د ايي اېم اېف رپوټ ښايي چې دا اداره په ټېکسونو راټولولو کې د ناکامۍ سره مخ ده.

د اقتصادي چارو کار پوهه مهتاب حېدر وايي د حکومت لخوا اېف بي ار ته د خپلې خوښې واک ورکړی شوی خو بيا هم د ادارې لخوا د ټېکنالوجۍ د نه کارولو له امله ستونزې جوړيږي.

حېدر وايي ټرانسپرنسي انټرنېشنل وړاندې هم په اېف بي ار ګوتې اوچتې کړې چې زيات غبن هم دلته کيږي.

د تېر مالي کال ۲۰۱۷ او ۱۸ په پرتله د روان مالي کال ۲۰۱۸ او ۱۹ هم په دغه موده کې د ټېکسونو په راټولولو کې يواځې درې فيصده اضافه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG