د بشري حقونو د نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل ترمخه د کال ۲۰۱۷م په پرتله په کال ۲۰۱۸م کې په ګرده نړۍ کې د مرګ د سزاګانو په لړۍ کې کمی راغلی دی.
پاکستان او ايران هم په هغو هېوادونو کې شمار دي چرته چې د مرګ سزاګانې کمې شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي په بېلاروس کې د مرګ سزا د ۲۰۱۷م نه سېوا شوې او تېر کال په دغه هېواد کې څلورو تنو ته تېزندي ورکړل شوې کومه شمېره چې په ۲۰۱۷م کې دوه وه.
د نړيوالې ادارې د رپوټ ترمخه ايران چرته چې به د مرګ تر ټولو زياتې سزاګانې عملي کېدې هلته د نشه يي توکو په قانون کې د بدلون له سببه په دې سزاګانو کې ۵۰ فيصده کمی شوی دی.
خو ورسره اېمنسټي تور لګولی چې په ايران کې د مرګ زياتره سزاګانې د ناسمې اورېدنې وروسته ورکول کيږي.
د ادارې د رپوټ ترمخه په پاکستان، عراق او صوماليه کې هم د تېزندۍ د سزاګانو لړۍ کمه شوې ده.
ويل شوي په دغو هېوادونو کې د تېزندۍ سزاګانې په ګرده نړۍ کې د مرګ په سزاګانو کې د کموت له امله کمې شوی دی.
د نړيوالې ادارې ترمخه په کال ۲۰۱۸م کې په ګرده نړۍ کې ۶۹۰ کسان تېزندي کړی شوي دي او دا شمېره په کال ۲۰۱۷م کې ۹۹۳ وه.
د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېکتر کومي نايډو ويلي چې په ګرده نړۍ کې د مرګ په سزاګانو په عمل کولو کې کمی څرګندوي چې هغه هېوادونه چرته چې دا شرح سېوا وه هلته هم د مرګ د سزا لارې د جرمونو د قابو کولو حل نه دی راويستل شوی.
د اېمنسټي په رپوټ کې چين نه دی شامل کړی شوی چرته چې خيال کيږي هر کال په سلګونو کسانو ته د مرګ سزا ورکول کيږي خو چين دا شمېرې پټې ساتي.
ياده اداره وايي عدالتونو هم په خپلو فېصلو کې د مرګ د سزا ورکولو فېصلې کمې کړي دي.