واشنګټن ـــــ د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان زوی او د پښتونخوا صوبې لپاره د ګوند ټاکل شوی صوبایي مشر ایمل ولي خان وایي، د پاکستان پر ټولو صوبو یې احسان دی چې د صوبایي واکمنۍ لپاره یې 18م آییني بدلون راوست.
ایمل ولي خان د وي.او.اې ډیوه له خبریالې سعدیه قاسم شاه سره په ځانګړې مرکه کې وویل، هیچاته به اجازه ور نه کړي چې صوبایي خودمختاري بیرته ختمه کړي:
"نن هم په پاکستان کې د 18م آییني ترمیم د ختمېدو او د صدارتي نظام خبرې کېږي، خو موږ ډېر واضح دا وایو چې موږ تر مرګه د 18م آییني ترمیم، د پښتنو له حق او پهچان [پېژندنې] سره ولاړ یو، دا ګټه موږ کړې ده نو چې موږ ژوندي یو دا حق څوک له موږه اخیستلای نه شي".
ایمل ولي خان وایي تر انګرېز وروسته د پاکستان ایسټېبلشمنټ تل دا هڅه کړې ده چې عوامي نېشنل ګوند کمزوری کړي او داسې حالت ته یې و رسوي چې وجود یې پاتې نه شي، خو وایي دوی به اوس هم د باچا خان پر لاره ځي او د پښتنو د حقونو لپاره به مبارزه کوي.
عوامي نېشنل ګوند هم یو له هغو ګوندونو دی چې له پښتونخوا سره یې د قبایلي سیمو د ګډېدو کلک ملاتړ کاوه، خو ایمل ولي خان وایي پخوانۍ فاټا اوس هم فاټا ده او پخوانی نظام پکې چلېږي:
"موږ به د فاټا لپاره مکمل اواز اوچتوو، فاټا چونکې اوس فاټا پاتې نه ده خو فاټا ده، موږ هغه یو قانون نه منو چې په چارسده، مردان یا پېښور کې شته خو په فاټا کې نه شته، همدا طور طریقه او قانون به فاټا ته ننوتل غواړي".
ایمل ولي خان وایي د فاټا خلک د انګرېز له وخته له سیاسته لرې ساتل شوي دي او دی به د باچا خان غوندې د قبایلي سیمو سفرونه کوي:
"زه به د باچا خان په لار اول ګرځم او ټول چې زما کوم پښتانه وروڼه دي هغوی ته به ورځم، هغوی له سیاسته بهر ساتل شوي دي، زه به د هغوی سیاسي روزنه کوم".
ایمل ولي خان وایي دا دلچسپي یې نه شته چې انتخابات به ګټي که به یې بایلي، خو وایي دا دلچسپي یې شته چې خلکو ته ووایي، ستاسو حق څه دی او ستاسو اختیار څه دی او که خپل حق د پښتنو په لاره استعمال کړئ نو په پاکستان کې به درته فایده ملاوېږي.