لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهندي برید دعوؤ ارزؤلو دپاره دپاکستان پوځ بهرني ډپلوماټان او خبریالان بالاکوټ ته بوتلي


دپاکستان پوځ دبیلابیلو هیوادونو سفیران اؤ اؤ دهند په ګډون دنړۍ دمختلوفو ادارو خبریالان دخیبر پښتونخوا بالاکوټ سیمې ته بوتلي اؤ هغه مقام یې ورښودلی چې هند پکې په۲۶مه فرورۍ دبمبارۍ اؤ دسوونو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

دپاکستان دپوځ دبیان له مخې د چهارشنبې په ورځ ډپلوماټانو اؤ نړیوالو خبریالانو دبالاکوټ جبه سیمه کې هغه ځائ پخپلو سترګو لیدلی چې هند پکې په دروغه دبرید دعوه کړې وه .

په ۲۶مه فرورۍ دهند ددفاع سکتر دعوه کړې وه چې جنګي الوتکو یې دپاکستان دخیبر پښتونخوا بالاکوټ سیمه کې دترهګرۍ ډلې جیش محمد په یو مرکز بمباري کړې چې پکې په سوونو ترهګر وژل شوي.

خو دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي وؤ چې هندي الوتکو په بیړه کې په یوه ځنګل کې څلور بمونه غورځولي چې هیڅ نقصان یې نه دی کړی اؤ بیا دغه الوتکې تښتېدلي دي.

پوځ وایي ډپلوماټانو اؤ خبریالانو دغلته دهندي بمبار له امله د اوښتي زیان هیڅ نخښې

نخښانې نه دي لیدلي چې دهندي اؤ هند ته اوس د دروغو د دوؤ نه لاس پسر کیدل اؤ حقیقتونو ته غاړه اېښودل پکار دي.

په دغه موقعه دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور بهرنیو ډپلوماټانو اؤ خبریالانو ته دهند لخوا دشوي برید ددعوې په اړوند احوال هم تیر کړی اؤ ورته یې ویلي چې زمکنې حقیقتونه دهند د دعوؤ سره ډیر توپیر لري.

دپوځ په بیان کې راغلي چې بالاکوټ ته تللي پلاوي دهغه دیني مدرسې څخه هم لیدنه کړې چې هند پکې دګڼ شمیر ترهګرو د وژنې دعوه کړې اؤ دغلته یې په خلاص مټ د طالبعلمانو اؤ استاذانو نه پوښتنې کړي.

دپوځ دبیان ترمخه دغه مدرسې ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی اؤ دغلته یوازې ماشومان سبقونه وایي.

وروسته دخبریالانو اؤ ډپلوماټانو دغه ډله پوځ سوات ته هم بوتلې ده اؤ‌هلته یې ورته دپوځ لخوا جوړ شوی ارمي پبلک سکول ښودلی

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG