د فرورۍ په میاشت کې د پلوامه د بريد وروسته چې د هند او پاکستان ترمنځ تاؤ تريخوالی رامنځته شوی واشنګټن پوسټ وايي پاکستان ويره لري چې په هند کې د انتخاباتو پېل کېدو سره به يې د ايټمي سيال سره تريخوالی نور سېوا شي.
د هند په ۲۰ ریاستونو کې نن د زیارت، پنجشنبې د ورځې نه د ښکتني ایوان (لوک سبها) دپاره ټولټاکنې پېل شوي او ټاکل شوې ده چې د ۳۰کروړه ابادۍ په دغه سترجمهوري هېواد کې به په اووه پړاونو کې دټولټاکنو عمل سرته ورسیږي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نهې، سه شنبې په ورځ بهرنيو خبريالانو سره په مرکه کې د هند سره د اړيکو خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.
خو ورسره نوموړي دا هم ویلي که چرته نريندرا مودي غواړي بيا انتخابات وګټي نو په حقیقت کې د هغه ښي اړخي حکومت ته به د کشمير مسله هوارول وي کومه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کال ۱۹۴۷ راهسې شخړه جوړه ده.
خان ويلي مخالفه کانګرس ګوند دې هم د دغې مسلې په هواري غور وکړي.
د واشنګټن پوسټ ترمخه د کشمير په سر د سولې د عمران خان د هيلې باوجود ځينې پاکستاني او نړيوال پوهان امکان څرګندوي که چرته د مودي حکومت بيا راځي نوهغه به په هندي کشمیر کې نوره سختي جوړه کړي او کشميري مسلمانان به ورسره په قهر شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي څو ورځې وړاندې ويلي ؤ چې هند د پاکستان پرضد د نوؤ عملياتو پلان کوي او هغه د ۱۶م نه د ۲۰ م اپرېل پورې ورځې خطرناکې بللې وې.
هغه په نړيوالو قوتونو غږ کړی ؤ چې په دې خبر واخلي او هند د کومو عملياتو څخه ودروي.
خو هند د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دغه بيان رد کړی او غېر زمه واره بيان يې ورته ویلي ؤ.
د فرورۍ په مياشت کې د هندي کشمیر په پلوامه کې د هندي ځواکونو په کاروان چې پکې د ۴۰ نه زيات سرتيري وژل شوي زمه واري يې جېش محمد ډلې منلې وه.
په ۲۶م فرورۍ بيا هند د پاکستان د خېبرپښتونخوا په بالاکوټ سيمه کې د جېش محمد د مرکزونو په نښه کولو ادعا کړې خو پاکستان يې دغه ادعا رد کړې وه او په ۲۷م فرورۍ بيا پاکستان د هند د دوه الوتکو نسکورولو او يو پایلټ نيولو ويلي ؤ.
هند د خپلې يوې الوتکې غورځېدل منلي او پاکستان يې بيا پايلټ خوشی کړی ؤ.
پاکستان په نړيوالو قوتونو غږ کړی ؤ چې د هند سره يې د اړيکو په برابرولو کې رول ترسره کړي او امريکا بيا د دواړو هېوادونو سره تماس نيولی ؤ.
خو د دغو پېښو وروسته پاکستان د جېش محمد او نور لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو پرضد ځينې عمليات کړي دي.
ويل کيږي پاکستان د فنانشل اېکشن ټاکس فورس او نړیوالو قوتونو د فشار له امله دغه ګامونه پورته کړي خو وزیراعظم عمران خان ويلي ؤ د تندلارو پرضد عمليات يې د ملکي اقتصادي ثبات دپاره اړين دی د فشار له امله دغسې نه کوي.