لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د طالبانو او امریکا تر منځ په راتلونکو خبرو کې نه کښېني


واشنګټن ـــــ پاکستان وایي د روانې میاشتې په پای کې د طالبانو او امریکا تر منځ چې د قطر په پایتخت دوحه کې کومې خبرې اترې کېږي په هغو کې برخه نه اخلي. د پاکستان د خارجه دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل له وایس آف امریکا اردو څانګې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:

"پاکستان به د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د کېدونکو خبرو اترو د راتلونکي پړاو برخه نه وي".

د خارجه دفتر ویاند دې خبرو ځینې شکونه پیدا کړي ځکه چې ده د دې خبرې د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه چې آیا دوی ولې په راتلونکو خبرو کې برخه نه اخلي او دا چې ګنې پاکستان د وړاندې شوو خبرو اترو برخه وو او که نه؟

پاکستان تل دا ویلي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته کوي او وخت په وخت یې دا دعوه هم کړې چې ګواکې افغان طالبان له امریکا سره پاکستان خبرو ته کښېنولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په اسلام اباد کې له افغان سفیر عاطف مشعل سره په لیدو کې بیا دا خبره تکرار کړې چې پاکستان به د افغان سولې په بهیر کې خپل مثبت کردار تر سره کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ د امریکې د پوځ له یوه اعلی افسر سره د لیدو په وخت ویلي وو، چې د افغان شخړې یواځینۍ لار خبرې اترې دي او تمه یې څرګنده کړې چې د طالبانو په ګډون له ټولو اړوندو خواوو سره د سولې خبرې به ښې نتیجې ولري.

سیاسي څېړونکي وایي په اوسنیو حالاتو کې پاکستان باید په افغان سوله کې د تش بیانونو پر ځای پر خپلو خبرو عمل هم وکړي. د پاکستان یو سیاسي څېړونکی طارق محمود وایي:

"پاکستان باید په افغان سوله کې پر خپله بیانیه عمل هم وکړي، پکار دی په دې خبرو کې اسانتیاوې پیدا شي او افغانانو ته موقع ورکړل شي، خو که په دغو خبرو کې لاسوهنه وشوه نو بیا به بې نتیجې پاتې شي".

ټاکل شوې وه چې د طالبانو، افغان سیاستوالو او افغان حکومت د استازو تر منځ په قطر کې د سولې په اړه د اپرېل پر 14مه او 15مه غونډه وشي، خو دا غونډه نن د پینځه ورځو لپاره ځنډول شوې چې اوس به د اپرېل پر 19مه پیلېږي.

دغه بین الافغاني غونډه د قطر حکومت په کوربتوب جوړېږي چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر څنګ ځینې افغان سیاستوال هم پکې ګډون کوي. له طالبانو سره په دغو خبرو کې د افغانستان اوسنی نظام، آیین او انتخابات سرې کرښې بلل شوي او ویل شوي چې که په اساسي قانون کې بدلون هم راوړل کېږي باید له قانوني لارو وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG