لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه:بمي چاودنه کې ۲۰کسان وژل شوي ۴۸ ژوبل


دبلوچستان دسرښار کوټې په هزار ګنجي سیمه کې دسبزیانو دمنډهي ترڅنګ بمي چاودنه شوې چې دپولیس چارواکو په وینا ۲۰ کسان وژل شوي اؤ۴۸ نور ژوبل شوي دي.

د کوټي دپولیسو ډي‌ ایي جي رزاق چیمه د جمعې په سحر دسیمې څخه د وائس اف امریکه ډیوه خبریال حفیظ الله شیراني ته ویلي چې دغه چاودنه کې اته د هزاره رورولۍ غړي اؤ یو د ایف سي عسکر هم وژل شوي.

دبلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو مطبوعاتو ته ویلي دا یو ځانمرګي برید ؤ.

هغه دغه برید کې د۲۰ کسانو د وژل کیدو اؤ ۴۸نورو د ژوبل کیدلو پخلی هم کړی دی.

هغه دا تاثر رد کړی چې ګنې دځانمرګي هدف د هزاره ټولنې وګړي په نخښه کول وؤ اؤ ویلي یې دي په دغه برید کې دهزاره ګانو ترڅنګ نور هم ډير خلک وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

ترې دې وړاندې هم په بلوچستان ایالت کې په بیلابیلو وختونو کې د هزاره ټولنې وګړي په بمي چاودنو،ځانمرګي بریدونو اؤ‌ هدفي وژنو کې وژل شوي .

د جمعې په ورځ په هزار ګنجي سیمه کې دا چاودنه د سحر په توره خړه کې شوې خو دومره زورداره وه چې غږ یې تر لرې اوریدل شوی دي.

‌دچاودنې نه سمدستي وروسته پولیس اؤ مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ چاودنه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان یې دکوټې بولان روغتون ته رسولي دي.

د پولیسو ډي ایي جې منلې چې په چاودنه کې د ۱۱ؤ‌ وژل شوؤ جسدونه سول هسپتال اؤ‌ درې جسدونه بي ایم سي روغتون ته رسول شوي.

هزار ګنجي د کوټي هاغه سیمه ده چې زیاتره پکې اقیلتي هزاره ګان میشته دي اؤ تر دې وړاندې هم دغه سیمه کې څو ځله بمي چاودنې شوي چې پکې د هزاره ټولنې په لسګونو وګړي وژل شوي.

تیرکال د پاکستان د بشري حقونو کمیشن پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې یوازې له ۲۰۱۱م کال راهیسې په تېرو پینځو کلونو کې په کوټه ښار کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې د هزاره قوم ۵۰۹ تنه وژل شوي او ۶۲۷ ټپیان شوي دي.

خو په بلوچستان کې د مېشتو هزاره شیعه ګانو استازې اؤ د بشري حقونو فعالې جلیله حیدر ددعوې له مخې په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې په چاودنو او هدفي بریدونو کې ۳۰۰۰ هزاره ګان وژل شوي دي.

جلیله حیدر تیرکال په کوټه کې دهزاره رورولۍ د وګړو د هدفي وژنو په ضد د ولږې هړتال هم کړی ؤ چې بیا دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه پخپله کوټې ته لاړو اؤ دهزاره ټولنې مشرانو ته یې باور ورکړؤ چې دوئ ته به تحفظ ورکول کیږي.

جلیله حیدر مطبوعاتو ته په هغه وخت ویلي وؤ د پوځ مشر جنرال باجوه ته یې ویلي "له وژل شویو کسانو مو لس زره کونډې او یتمان پاتې دي او لس زره کسان مو د وروستیو کلونو په بریدونو کې ټپیان شوي هم دي خو حکومت د دوی د ژوند د بیرته جوړولو لپاره هیڅ نه دي کړي، یواځې لس لکه روپۍ ورکړي او وایي زموږ ذمه واري پوره شوه"

پر هزاره توکمه شیعه مسلمانانو د وروستیو کلونو د بریدونو ذمه واري اکثر سني وسله والې ډلې لشکرِ جنګوي پر غاړه اخیستې ده. خو دهزاره ټولنې مشران وایي تر اوسه د دوی د خلکو د وژنې په تور هیڅوک نه نیول شوي نه سزا شوي دي، چې وایي له دې امله د دوی خلکو پر حکومت او ریاستي ادارو باور بایللی دی

XS
SM
MD
LG