لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان پروپیګنډه ګڼلې


د افغانستان د دفاع وزارت په هېواد کې د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان پروپیګنډه بللې او وایي حکومت اراده کړې چې وسلوالو ته به د جګړې په ډګر کې ماتې ورکوي.

یوې خواته د افغانستان د سولې په تړاو د طالبانو او امريکا تر منځ خبرې روانې دي، خو بلې خواته طالبانو نن د جمعې په ورځ د خپلو پسرلنيو عملياتو اعلان کړی دی.

طالبانو خپلو پسرلنیو عملیاتو ته د "الفتح" نوم ورکړی، چې د عربي ژبې توری دی او مانا یې ده "کامیابي" یا "بریالیتوب". طالبانو ويلي د بهرنيو ځواکونو او د دوی د اتحادیانو پرضد به یې عملیات دوام لري.

طالبانو د " الفتح" په نوم د عملياتو اعلانولو په اعلاميه کې دعوه کړې چې که څه هم د هېواد ډېری برخې له بهرنیانو ازادې شوې دي خو وایي تر اوسه يې په هېواد کې بهرنی پوځ او سياسي قوت پر ځای پاتې دی.

څارونکي وایي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان تر ډېره علامتي بڼه لري، ځکه چې وایي دوی په وروستیو کلونو کې د ژمي په مهال د جګړې په ډګر کې خپل فعالیتونه نه دي کم کړي او پر افغان او امریکایي ځواکونو یې لوی بریدونه کړي دي.

نزدې لس ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو پرضد د "خالد" په نوم د پوځي عملياتو اعلان کړی وو، خو افغان ولسمشر ويلي ؤ د پوځي عملیاتو سره به د خبرو اترو دپاره دروازې پرانیستې وي.

د امريکې له خوا له طالبانو سره له تېرو څو مياشتو راهسې د خبرو لړۍ دوام لري او د دې خبرو تر څنګ په افغانستان کې د طالبانو عمليات او د طالبانو پر ضد د عملياتو لړۍ هم روانه ده.

روانه اوونۍ د باګرام هوايي اډې سره نزدې د طالبانو په يو بريد کې د درو پوځيانو په ګډون څلور امریکايان وژل شوي وو. تېره اوونۍ د طالبانو په جګړو او بمي چاؤدنو کې تر 200 زیات کسان وژل شوي وو.

طالبانو په داسې وخت کې پسرلني عملیات اعلان کړي، چې ټاکل شوې ده د طالبانو، افغان سیاستوالو او افغان حکومت د استازو تر منځ په قطر کې د سولې په اړه د اپرېل پر 19مه یوه غونډه پیل شي.

دغه بین الافغاني غونډه د قطر حکومت په کوربتوب جوړېږي چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر څنګ ځینې افغان سیاستوال هم پکې ګډون کوي.

له طالبانو سره په دغو خبرو کې د افغانستان اوسنی نظام، آیین او انتخابات سرې کرښې بلل شوي او ویل شوي چې که په اساسي قانون کې بدلون هم راوړل کېږي باید له قانوني لارو وي.

طالبانو نن دا دعوه هم کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې د ځینو مشرانو نومونه د لنډ وخت لپاره له تور لیسټه ایستلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا ږغ ته ویلي، د امنیت شورا په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې د 15 غړو نومونه د نهو میاشتو لپاره له تور لیسټه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG