په کوټه کې د نني ترهګر برید په غبرګون کې د هزاره ټولنې سره تعلق لرونکې وکيلې او فعالې جليله حېدر ويلي، د پوځ مشر چې ورسره تېر کال کومه ژمنه کړې وه نني بريد هغه شنډه کړه.
د کوټې په هزارګنجي کې نن د جمعې په سهار په يو ځانمرګي بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۸ نور ژوبل شوي دي، د صوبې د کورنيو چارو وزيرضيا لانګو د مرګ ژوبلو او ځانمرګي بريد پخلی کړی دی.
په وژل شوؤ کسانو کې اته تنه د هزاره ټولنې غړي دي.
جليله حېدر په ټويټر ويلي،"هغه وعده څه چې وفا نه شي، نن نورې کونډې او نور يتيمان. ما فکر کوو چې د پوځ مشر ته خط وليکم چې يو کال خلک په امن پاتې شو خو هغې کار ونه کړو".
حېدر تېر کال په کوټه کې د شيعه هزاره ټولنې د هدفي وژنو پرضد د نه خوړو احتجاجي ناسته پېل کړې او د هغې په ملاتړ کې بيا د کوټې په ښار کې څلور نورې احتجاجي ناستې پېل شوې وې.
د احتجاج کوونکو په غوښتنه د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه کوټې ته ورغلی او د احتجاج کوونکو سره يې ليدلي او دغه احتجاجي ناستې بيا ختمې کړی شوې وې.
د پوځ د مشر د سفر په اړوند خپور شوي پوځي بیان کې ويل شوي ؤ، د پوځ مشر سره په ليدنه کې د هزاره ټولنې مشرانو د خپلو خلکو په هدفي وژنو اندېښنې څرګندې کړي او د پوځ مشر دوي ته ډاډ ورکړی کوم خلک چې هزاره ټولنه په نښه کوي هغو ته به دوه چنده زیات تاوان واړوي.
په دغه مهال د پوځ مشر ويلي ؤ د ترهګرو ځالې يې ختمې کړي او د هېواد د ټولو وګړو په يو والي سره به دوي دښمن ته ماتې ورکوي چې ترمنځ يې بېلتون رانه ولي.
جليله حېدر ويلي ما د خپلو نه خوړو د احتجاج په کال پوره د پوځ مشر ته د مننې خط ليکل غوښته خو د کال پوره کېدو نه ۲۰ ورځې وړاندې راته بیا مړي راغله.
د پاکستان د بشري حقونو د قامي کمېشن د رپوټ ترمخه د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو د وزارت شمېرې ښايي چې د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۷م د دسمبر پورې په پينځه کاله موده کې په بلوچستان صوبه کې ۵۰۹ هزاره ګان په بمي چاؤدنو، ځانمرګو بريدونو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
کمېشن تېر کال ۲۰۱۸م د فرورۍ په مياشت کې دغه رپوټ خپور کړی ؤ.
سليم جاوېد نومې چې ځان يې په ټویټر فعال معرفي کړی وايي، "د اهل وسنت والجماعت/لشکرجهنګوي مشر چا چې به له دې وړاندې د بريدونو زمه واري په ښکاره منله د امنيتي ځواکونو په ولقه کې ؤ پرون خوشی کړی شوی دی".
د پاکستان حکومت لشکر جهنګوي ډله په کال ۲۰۰۱ کې، سپاه صحابه پاکستان په کال ۲۰۰۲ کې او اهل سنت والجماعت په کال ۲۰۱۲م کې لاقانونه ګرځولي دي.