لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد:پاکستان اؤ قطر دې دطالبانو دپسرلنیو عملیاتو اعلان وغندي


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد دطالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو پیل کولو اعلان غندلی اؤ دپاکستان ،قطر اؤ نورو اړونده هیوادونو څخه یې هم غوښتي چې دطالبانو لخوا دنوؤ جګړو پیل کولو اعلان وغندي.

امریکا سره افغانستان کې دسولې په خبرو بوختو طالبانو دجمعې په ورځ اعلان کړی چې هغوئ به دالفتح په نوم ټول افغانستان کې پسرلني عملیات پیل کوي.

دطالبانو ددغه اعلان نه وروسته ښاغلي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي دطالبانو لخوا په داسې حال کې دپسرلنیو عملیاتو پیل کولو اعلان یو غیرمسولانه عمل دی چې حکومت دیو امنیتي پلان اعلان کړی دی.

هغه وایي افغان ولس په ډاګیر ډول دسولې خواهش دپاره خپل غږ پورته کړی اؤ دطالبانو لخوا دنوو جګړو دې اعلان ښودلې ده چې طالبان هډو د ولس د غوښتنو پرواه نه کوي

زلمي خلیلزاد لیکلي چې دجګړې دا غږ به دسولې هلې ځلې مخ په وړاندې بو نه ځي.

هغه وایي که چرې دجنګ دا اعلان عملي شي نو ددې په نتیجه کې به نور تکلیفونه رامینځته شي اؤ زرګونو خلکو ته به مرګ ژوبله واوړي.

امریکایي استازی وایي په داسې حال کې چې ټول افغانان باید دخپل یو ګډ راتلونکي ټاکلو دپاره یو ځائ ته راټول شي دجګړې غږ په ډاګه کوي چې طالبان دماضي په لارو تګ کوي.

هغه ویلي زیاتره طالبان اؤ دهغوئ مشران ددې اعلان مخالفت کوي باید ټول افغانان هم ددې اعلان غندنه وکړي.

هغه لیکلي زه دامریکا له اړخه دپسرلنیو عملیاتو ددې اعلان غندنه کووم اؤ پاکستان ،قطر اؤ نور هاغه هیوادونه چې په افغانستان کې سولې ته لیواله دي هم باید دطالبانو ددې اعلان غندنه وکړي.

زلمي خلیلزاد ویلي امریکا اؤ زمونږ نړیوال انډیوالان به افغانستان کې دجګړې ختمولو هڅو ته دوام ورکولو دپاره افغان امنیتي ځواکونو سره ولاړ وي

هغه وایي دافغانانو وژنه نوره ودرول پکار ده ټولې خواوې باید غیر ضروري تشدد ختم کړي اؤ بین لافغاني مزاکراتو ته دوام ورکړي .

طالبانو په داسې وخت کې پسرلني عملیات اعلان کړي، چې ټاکل شوې ده د طالبانو، افغان سیاستوالو او افغان حکومت د استازو تر منځ په قطر کې د سولې په اړه د اپرېل پر 19مه یوه غونډه پیل شي.

دغه بین الافغاني غونډه د قطر حکومت په کوربتوب جوړېږي چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر څنګ ځینې افغان سیاستوال هم پکې ګډون کوي.

له طالبانو سره په دغو خبرو کې د افغانستان اوسنی نظام، آیین او انتخابات سرې کرښې بلل شوي او ویل شوي چې که په اساسي قانون کې بدلون هم راوړل کېږي باید له قانوني لارو وي.

د امريکې له خوا له طالبانو سره له تېرو څو مياشتو راهسې د خبرو لړۍ دوام لري او د دې خبرو تر څنګ په افغانستان کې د طالبانو عمليات او د طالبانو پر ضد د عملياتو لړۍ هم روانه ده.

روانه اوونۍ د باګرام هوايي اډې سره نزدې د طالبانو په يو بريد کې د درو پوځيانو په ګډون څلور امریکايان وژل شوي وو. تېره اوونۍ د طالبانو په جګړو او بمي چاؤدنو کې تر 200 زیات کسان وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG