لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو:طالبانو جګړه غوره کړې،مونږ هم ورسره جګړې ته تیار یو


دناټو ویاند ډف بټلر
دناټو ویاند ډف بټلر

په افغانستان کې دناټو ځواکونو ویلي دافغانستان خلک سوله غواړي خو طالبانو دسولې پځائ جګړه غوره کړې ده اؤ ناټو هم ددغې ډلې سره جګړې ته چمتو ده.

دجمعې په ورځ دطالبانو لخوا د الفتح په نوم دپسرلنیو عملیاتو داعلان نه وروسته افغانستان کې دپرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند ډف بټلر دخپل غبرګون ښودلو په ترڅ کې ویلي په تیرو څلوېښتو کالو کې په وړومبي ځل افغانستان کې دسولې یوه ښه موقعه رامینځته شوې وه خو طالبانو دسولې پځائ‌ د تاؤ تریخوالي لاره غوره کړه اؤ دنوؤ جګړو پیل کولو اعلان یې وکړو.

پخپل یو بیان کې هغه ویلي دطالبانو ددغه اعلان نه وروستو د پرېکنده ماموریت ټولو مشرانو پخپله غونډه کې پرېکړه کړې چې دافغان دامنیتي ځواکونو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دناټو ویاند ویلي دناټو دمشرانو په غونډه کې دائتلافي ځواکونو کمانډر جنرال مېلر ویلي “د طالبانو پېغام ډاګیز دی،هغوئ جګړه غواړي اؤ مونږ هم ورسره جګړې ته تیار یو “

هغه ویلي دناټو مشرانو په غوڅ ډول ویلي چې دافغانستان ځواکونه د افغان ولس ساتنه کوي اؤ ناټو به په پوره توان سره دافغان ځواکونو تر شاه ولاړه وي.

دجمعې په ورځ طالبانو اعلان کړی ؤ چې هغوئ به په ګرد افغانستان کې دالفتح په نوم نوي پسرلني عملیات پیل کوي خو طالبانو ددې اعلان نه وړاندې هم افغانستان کې په امریکایي اؤ افغان ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک کړې ده.

روانه اوونۍ د باګرام هوايي اډې سره نزدې د طالبانو په يو بريد کې د درو پوځيانو په ګډون څلور امریکايان وژل شوي وو. تېره اوونۍ د طالبانو په جګړو او بمي چاؤدنو کې تر 200 زیات کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره میاشت په قطر کې دامریکایي استازي زلمي خلیل زاد سره افغانستان کې دسولې په اړوند دشپږو ورځو اوږدې خبرې کړې وې اؤ له دغو خبرو وروسته یې ویلي وؤ چې امریکایي استازي سره مذاکراتو کې یې ګڼ پرمختګونه کړي.

خو اوس چې ټاکل شوې په ۱۹م اپریل قطر کې د طالبانو، افغان سیاستوالو او افغان حکومت د استازو تر منځ یوه بله غونډه کیږي له هغې وړاندې طالبانو دنوؤ جګړو پیل کولو اعلان وکړو.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیل زاد هم دطالبانو ددې اعلان غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې طالبان دماضي په لاره روان دي چې دا د سولې هلې ځلې په وړاندې نه شي بوتللی.

زلمي خلیلزاد په پاکستان اؤ قطر هم غږ کړی چې باید دطالبانو لخوا دنوؤ جګړو پیل کولو داعلان غندنه وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG