لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکعبې امام:علماء چې کومې فتوې ورکوي هغه باید په حقه اؤ‌ رېښتوني وي


دپاکستان په سفر تللي دخانه کعبې امام عبدالله عواد الجهني په دیني عالمانو غږ کړی چې مسلمانانو ته د زغم تلقین وکړي اؤ کومې فتوې چې ورکوي هغه باید په حق اؤ صداقت ولاړې وي.

تیره ورځ اسلام اباد کې دعلماء یوې ډلې سره خبرو اؤ وروسته بیا یو سیمینار ته خپله وینا کې دکعبې امام وویل د علماؤ کار دالله تعالی بندیان یو بل ته نزدې کول دي اؤ دوئ باید خپل دغه مهم کردار ته هر وخت بیدار اوسي.

هغه ویلي چې اسلام په امن کې داوسیدلو،رورولۍ اؤ خواخوږۍ درس وکوري اؤ باید چې ټول مسلمانان دیو بل دپاره دخواخوږۍ جذبه ولري.

په دغه موقعه جوږ شوي سیمینار ته پخپله وینا کې اسلام اباد کې دسعودي عرب سفیر نواف سعیدالمالکي دجمعې په ورځ کوټه کې په شوي ځانمرګي برید چې ۲۰ کسان پکې وژل شوي ؤ، خفګان ښکاره کړو اؤ وئ ویل دا مهال په مسلمانانو کې دیووالي دکموټ له امله ترهګري عام شوې اؤ مونږ ته دترهګرۍ دمخې نیولو دپاره خپلو کې یو موټی کیدل پکار دي.

هغو ویل په موجوده صورتحال کې دعلماء کردار ډیر مهم دی باید دوئ د مسلمانانو په رایو ځائ کولو کې رول ولوبوي.

ټاکل شوې دخانه کعبې امام به پاکستان کې شپږو ورځو پورې ایسار وي اؤ دلته به بیلابیلو دیني غونډو ته ویناګانې اؤ مختلفو شخصیاتو سره لیدنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG