لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائیلي ضلعو کې دصوبایي اسمبلۍ دټاکنو مهال ویش روانه میاشت اعلانیږي


دپاکستان دټولټاکنو کمیشن وایي دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعو کې دصوبایي اسمبلۍ په څوکیو دټاکنو دپاره یې انتخابي فهرستونو باندې نظرثاني سرته رسولې اؤ روانۍ میاشتې ترپائ به دغلته دټولټاکنو مهال ویش اعلان کړل شي.

تیر کال د مئ میاشت کې دپاکستان پارلیمان دهیواد په ائین کې د۳۱م بدلون دلارې داوو قبائیلي ایجنسیو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډؤلو منظوري ورکړې وه اؤ وروستو دقانون له مخې ټولې قبائیلي سیمې خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې خو په هغه موقعه پرېکړه شوې وه چې قبائیلي سیمو کې به د صوبایي اسمبلۍ ټاکنې یو کال وروسته کولی شي.

دپاکستان دټولټاکنو د کمیشن ویاند ویلي قبائیلي ضلعو کې دصوبایي اسمبلۍ انتخاباتو دپاره د دوه کروړه اؤ ۶۰ؤ لکو نه د زیاتو رایې ورکوونکو انتخابي فهرستونه اړونده ضلعو ته ورکړل شوي اؤ ټول ووټران یا رایې ورکوونکي دحلقهPK-100څخه نیولېPK-115 پورې دخپلو رائیو د اندراج په بابله معلومات دخپل شناختي کارډ په نمبر 8300 ته په پېغام لیږلو ترلاسه کولی شي.

دټولټاکنو کمیشن ویلي د رائیو د اندراج یا د رائې اچولو دمرکز بدلون دپاره به هر ووټر ته ۲۱نمبر فارم داړونده ضلعي الیکشن کمشنر یا رجسټریشن افسر سره جمع کول وي.

ویاند ویلي د روانې میاشتې په پائ کې دانتخاباتو دمهال ویش خپریدو وروسته به انتخابي فهرستونو ته غوڅ شکل ورکول کیږي.

دا مهال دفاټا نه دقامي اسمبلۍ ۱۳ اؤ دسینیټ اته غړي منتخب شوي اؤ په راتلونکي کال کې به دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم پخوانۍ قبائیلي سیمې خپلې څوکۍ ولري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG