دپاکستان صدر عارف علوي ویلي دپاکستان پوځونه هر تیري ته دغاښ ماتونکي ځواب ویلو توان لري اؤ که دپاکستان ملي سلامتۍ ته چا لږ هم په کږه وکتل نو کوټلی ځواب به ورکول کیږي .
داتوار په ورځ د کاکول په پوځي اکیډمۍ کې دتربیې لاندې دپوځيانو دسلامۍ دستورې ته ښاغلي علوي ویلي دپاکستان پوځ دنړۍ یو غوره اؤ مسلکي پوځ دی اؤ هیواد ته چې دترهګرۍ یا نور کوم ګواښونه ورپېښ دي دهغې نه ښه خبر دی.
دپاکستان دپوځ لخوا مطبوعاتو ته د ورکړل شوي بیان له مخې صدر عارف علوي زیاته کړې ده چې په ختیز محاذ اوسنۍ جګړې ښودلې ده چې زمونږ دپوځ مسلکي تیاریو اؤ کوټلي ځواب د دښمن ناپاکه ارادې تس نس کړي کړي.
دصدر علوي اشاره تیره میاشت دګاونډي هیواد هند سره په پوله نښتو ته وه چې د دواړو هیوادونو پوځونو پکې یو بل ته د زیانونو اړؤلو دعوې کړي دي.
په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ هند اړیکې وروسته له هغې سختې تاوژنې شوي چې په ۱۴مه فرورۍ دهند د واک لاندې دکشمیر پلوامه سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ۴۵ هندي سرتیري ووژل شول.
هند ددغه بریډ پړه په پاکستان ور اړولې اؤ په ۲۶مه فرورۍ هندي الوتکو دپاکستان دخیبر پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې بمباري هم کړې وه چې دهندي چارواکو په قول په سوونو جنګیالي پکې وژل شوي خو پاکستان دهندي چارواکو دا دعوه ردوي اؤ وایي چې بمبارۍ کې هیڅ نقصان نه دی شوی.
صدر عارف علوي ویلي پاکستان مدام امن ته لیواله پاتې شوی اؤ دخپلې ملي تګلارې په اساساس امن ته وده ورکول غواړي خو دښمن ته دځواب ورکولو وړتیا هم پکې شته.