لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لغمان:دمارټر چاودیدو له امله اووه ماشومان وژل شوي،۱۰ژوبل


مهترلام

دافغانستان په ختیز ولایت لغمان کې د مارټر دګولې چاودیدو له امله اووه ماشومان وژل شوي اؤ لس تنه نور ژوبل شوي دي.

دلغمان والي اسدالله نړیوالې خبري شبکې ای ایف پي ته ویلي دغه چاودنه دمهترلام په یوه کلیواله سیمه بصرام کې شوې چې پکې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ ټولو ماشومانو عمرونه تر پینځلسو کالو ټیټ دي.

هغه ویلي ددې خبرې پلټنې روانې دي چې دغه مارټر ماشومانو ته څنګه په لاس ورغلی اؤ چاودیدلی څنګه دی.

د لغمان د ولایتي شورا غړي ګلزار سنګروال امریکا غږ ته وویل چې مرمۍ د یوې ویالې په منځ کې پرته وه، ویاله وچه شوې وه او ماشومانو دغه مرمۍ په لاسو کې راخیستې وه، ګڼ ماشومان ترې راتاو شوي وو چې د یو ماشوم له لاسه لوېدلې او چاودیدلې ده.

د عامي روغتیا رئیس عبدالمعروف جیلاني ویلي روغتون ته د اووه ماشومانو جسدنه اؤ ۱۰ ژوبل ماشومان راوړل شوي دي.

تر دې وړاندې تیرکال په ۲۲م دسمبر په شمالي ولایت فاریاب کې دیو مائن دچاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وؤ.

دملګرو ملتونو دمائن پاکۍ دخدماتو ادارې پخپل یو راپور کې ویلي چې په کال ۲۰۱۷م کې دافغانستان دننه دمائنونو چاودنو کې خواوشا۱۵۰کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ؟

د۸۰م په لسیزه کې په افغانستان د شوروي اتحادیې د پوځونو د ورختلو وروسته شوروي پوځيانو د افغانستان بیلابیلو سیمو کې په لویه کچه مائنونه په زمکه کې ښخ کړي وؤ اؤ بیا چې د۹۰ په لسیزه کې طالبان اؤ افغان دولت خپلو کې په جنګ وؤ نو هم ګڼ شمیر مائنونه په دغه جګړه کې د زمکې لاندې ښخ کړل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG