لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد:طالبان دې خپلو استازو ته د اوربند په اړوند خبرو ته دناستې اجازه ورکړي


افغانستان کې سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دطالبانو لخوا دپسرلنیو عملیاتو پیل کولو داعلان نه وروسته په طالبانو مشرانو غږ کړی چې خپلو استازو ته افغانستان کې د اوربند په اړه دخبرو اترو اجازه ورکړي.

په خپله ټوئټر پاڼه زلمي خلیلزاد لیکلي چې د زیانونو د مخنیوي تر ټولو لنډه لار په اوربند موافقه ده اؤ طالبان مشران باید ددغه غرض دپاره خپلو استازو ته اجازه ورکړي چې خبرو ته کښیني.

طالبانو د جمعې په ورځ افغانستان کې د الفتح په نوم د پسرلنیو عملیاتو پیل کولو اعلان کړی چې امریکا،ناټو اؤ افغان دولت دغه اعلان دسولې دهڅو دتالاترغۍ کولو په معنا بللی دی.

زلمي خلیلزاد پخپل ټوئټ کې ویلي چې افغانان پخپله خاوره د اوربند اؤ ائمي سولې پلوي دي اؤ امریکا ددغه مقصد دپاره د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده.

هغه دطالبانو ددې خبرې ځواب کې چې امریکا په افغانستان جګړه تپلې ،ویلي مونږه جګړه نه ده تپلې بلکې افغانستان د څو لسیزو راهسې جګړو کې ښکیل ؤ اؤ په دغو جګړو کې وخت په وخت په په لسګونو زره بېګناه عام خلک وژل شوي .

دهغه په وینا امریکا افغانستان کې د لسیزو راهسې د روان تاؤ تریخوالي راکمولو دپاره دسولې خبرو کې ورګډه شوې ده

هغه ویلي امریکا هڅې کوي چې افغانستان کې تاؤ تریخوالي راکم کړي خو طالبانو دې لړ کې په همکارۍ نه کولو سره د وژنو لړۍ نوره هم غځوي.

زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې په پاکستان اؤ قطر هم غږ کړی ؤ چې باید دطالبانو دپسرلنیو عملیاتو داعلان غندنه وکړي خو طالبانو لا تر اوسه دنوې جګړې په اعلان د نړیوالو په غبرګون خپل نظر نه دی ښکاره کړی.

طالبانو د الفتح په نوم دخپلو نوؤ عملیاتو پیل کولو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد تیره میاشت په قطر کې طالبانو سره دسولې په اړوند دشپږو ورځو اوږدې خبرې کړې وې اؤ له دغو خبرو وروسته یې دعوه کړې وه چې مزاکراتو کې ګڼ حقیقي پرمختګونه شوي دي.

ټاکل شوې وه چې دافغانستان دسیاسي اؤ دولتي شخصیاتو یوه ډله به هم په۱۹ اپریل قطر کې طالبانو سره دسولې په ړوند خبرې وکړي خو ددې خبرو دپیل نه وړاندې طالبانو افغانستان کې دنوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی اؤ اوس نه ده معلومه چې د ۱۹ اپریل غونډه به څه سرنوشت ولري؟

په افغانستان کې دناټو ځواکونو ویاند ډف بټلر اوړمه ورځ ویلي وؤ چې طالبانو دسولې پرځائ دجګړې لاره غوره کړې ده اؤ ناټو هم چمتو ده چې دطالبانو سره دامن پوځ‌ په ملاتړ وجنګیږي

XS
SM
MD
LG