لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عبدالله د ټيم وروسته د حنيف اتمر ټيم هم د سولې په مشورتي لويه جرګه کې د ګډون نه کولو ويلي 


د افغانستان د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره دحنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د سولې مشورتی لویې جرګې سره مخالفت څرګند کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی مشر حنیف اتمر چې دا مهال د سولې او اعتدال ټاکنیز ټيم مشري پرغاړه لري دفتر يې ویلي د سولې له روان بهیر سره د سولې مشورتي لویه جرګه هیڅ ډول مرسته نشي کولی.

د حنیف اتمر ټاکنیز دفتر په بیان کې د دې جرګې په جوړیدو نیوکه کړې او ویلي دي دا جرګه خپلواکه نه ده، د حکومت اړوند ده او له دوی سره یې په جوړیدو کې مشوره نه ده شوي.

دحنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم ویلي د لویې مشورتي جرګې د بې پریوالي له امله د جرګې د جوړیدو په ناستو کې ګډونه هم نه کوي.

دا په داسې حال ده چې تیره ورځ د افغانستان اجراییه ريیس ډاکټرعبدلله عبدالله په مشرۍ د ثبات اوهمپالنې ټاکنیز ټیم هم په لویه مشورتي جرګه کې د نه ګډون ویلي و.

د افغانستان راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د عبدالله عبدالله په مشرۍ تاکنیز ټیم په بیان کې ویلي د افغانستان د روانو ستونزو په هواري کې مشورتي لویه جرګه رول نه شي ترسره لوبولی.

د همپالنې ټاکنیز ټیم چې د هیواد اجراییه ريیس ډاکترعبدالله عبدالله یې مشري کوي مشورتي لویه جرګه کې د نه ګډون د شکایتونو په تړاو د ولسمشراشرف غني ویاند هارون چخانسوري ویلي دې ډلې تر اوسه له ولسمشر سره د جرګې په تړاو خپلې اندیښنې نه دي شریکې کړي.

چخانسوري په خپل ټویټرکې لیکلي ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني له اجراییه ريیس ډاکټرعبدالله عبدالله سره لیدنه وکړي او د لویې مشورتي جرګې په تړاو کومې اندیښنې چې اجراییه ريیس یې لري په اړه به یې لازم اقدامات ترسره شي.

د ثبات او همپالنې او د سولې او اعتدال ټاکنیزو ډلو په داسې حال کې په مشورتي لویه جرګه کې د خپلو مشرانو د ګډون نه کولو ویلي چې د سولې عالي شورا په وینا مشورتي لویه جرګه به د اپریل په ۲۷ په کابل کې د څلورو ورځو لپاره ترسره کیږي او د دې جرګې د جوړیدو کار په چټکۍ سره روان دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG