لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: هزاره ټولنې احتجاجي ناسته ختمه کړې ده


Quetta sit in
Quetta sit in

په کوټه کې د هزاره ټولنې د څلورو ورځو راهسې روانه احتجاجي ناسته وروسته له هغې ختمه کړی شوې چې د کوټې اسمبلۍ ښځينه غړې، وزيراعلی او د کورنيو چارو وزير مملکت احتجاج ته ورغلي دي.

د کوټې د هزارګنجي په سبزي منډۍ کې د جمعې په ورځ يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي وو.

په وژل شوؤ کې اته تنه د هزاره ټولنې غړي وو، او بيا هزاره ټولنې د پېښې پرضد احتجاج پېل کړی ؤ.

احتجاج کوونکو ته ليلی ترين د احتجاج ختمولو خواست وکړو او وې ويل، "د تېرې ورځې په پېښه غمژنه يم، د هزاره وروڼو سره په غم کې شريکه يم، په پښتنو، بلوڅو او زمونږ په مذهب اسلام کې دا روايت دی چې ښځه کومې مرکې ، جرګې ته لاړه شي بيا هغه احتجاج ختم کړی شي".

هغې وويل د احتجاج کوونکو نه د پرلت ختمولو خواست کوي حکومت به د دوي د تحفظ دپاره کلک ګامونه پورته کوي.

د احتجاجي ناستې او هزاره سياسي کارکنانو د غورځنګ مشر طاهر هزاره د احتجاج ختمولو اعلان وکړو او وې ويل چې د دوي روایت چې د ښځې په خواست قاتلان هم بخښي، او دوي احتجاج ختموي.

هغه وويل دا حتجاجي ناسته يې ځکه پېل کړې چې د تېرو شلو کالو راهسې د دوي بد حال دی.

هغه زياته کړه د پينځه کالو راهسې د کوټې پرېس کلب مخې ته بلوڅان د بې درکه خلکو دپاره احتجاج کوي، د لورالايي او سنځاوۍ پېښې ستاسو په وړاندې دي دوي ته دې هغه لار وښودل شي په کومه چې دوي ته امن ترلاسه کېدی شي.

د لیلي ترين سره احتجاجي ناستې ته د بلوچستان وزيراعلی جام کمال، د کورنيو چارو وزيرمملکت شهريار افريدي او نور ورغلي وو.

پرون د ګل، دوشنبې په ورځ شهريار افريدي د هزاره ټولنې سره غمرازۍ له يوې امام بارګاه ته ورغلی او هلته یې دوي ته د تحفظ ورکولو باور ورکړی ؤ.

خو په دغه مهال د مجلس وحدت المسلمين مشر علامه هاشم موسوي د هغه شهريار په وړاندې وويل دوي هيله لرله چې وزیراعظم عمران خان به دوي له عمرازۍ له لاړ شي او د نيوزي لېنډ د وزیراعظمې په څېر مثال به جوړ شي.

هغه وويل د ترهګرۍ په پېښو کې د دوي د ټولنې د ۲۵۰۰ نه زيات کسان وژل شوي دي. هغه زياته کړه بايد د سزا او جزا نظام پاک وساتل شي.

په کوټه کې له دې نزدې کال وړاندې د هدفي وژنو پرضد احتجاجي ناستې شوې او له دغې وړاندې هم دې ټولنې وخت په وخت دغه ډول احتجاجونه کړي دي.

تازه احتجاجي ناستې ته له دې وړاندې د بلوچستان صوبې څو وزيران ورغلي خو احتجاج کوونکو يې په وېنا احتجاج نه ؤ ختم کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG