لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د ايي اېم اېف نه د اته اربه ډالرو پورې ترلاسه کېدو تمه لري


د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر ويلي د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره يې د پور (بېل اؤټ پېکج) په سر خبرو باندې موافقه شوي او په پايله کې يې پاکستان ته د شپږو نه تر اته اربه ډالرو پورې ترلاسه کېدی شي.

هغه ويلي د ايي اېم اېف پلاوی د تړون د خبرو په موخه د روانې اپرېل د مياشتې په وروستيو کې د پاکستان سفر کوي.

اسد عمر د قامي اسمبلۍ د خزانې کمېټۍ غونډې ته احوال وړاندې کړی دی، نوموړي د امریکې د سفر وروسته دغه بيان ورکړی دی.

د خزانې د کمېټۍ غړو د اسد عمر نه د ايي اېم اېف سره د شوي تړون جزيات او د شرطونو تفصيل غوښتی خو نوموړي ويلي په سمدستي ډول کميټي په دې نه شي خبرولی او وړاندې هم کله داسې نه دي شوي.

هغه ويلي د ايي اېم اېف سره د رسمي تړون لاسليک کولو وروسته به مسوده کمېټۍ ته وړاندې کړي.

اسد عمر کمېټۍ ته د احوال تېرولو وروسته ويلي د ايي اېم اېف نه د پور ترلاسه کېدو پس د نړيوال بېنک او ايشيايي ترقياتي بېنک هم د دغومره پېسو د ترلاسه کېدو تمه لري.

مخالفه ګوندونو د ايي اېم اېف سره د روانو خبرو او تړون په جزياتو نه شريکولو نیوکې کړي دي.

د پيپلز ګوند سېنېټرې شېري رحمان ويلي بايد اولسي استازي د ايي اېم اېف سره د تړون څخه خبر کړی شي چې په کومو شرطونو پور ترلاسه کولی شي.

په غېرقانونه توګه د پېسو لېږلو رالېږلو(مني لانډرنګ) د مخنیوي او د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو نړیوالې ادارې فنانشل اېکشن ټاسک فورس (اېف ای ټي اېف) د سپارښتنو عملي کولو د پوښتنې په ځواب کې اسد عمر ويلي،

دوي خپل رپوټ ورليږي او د جاج اخيستو دپاره به يې د اېف ای ټي اېف پلاوی د مې د مياشتې درېمه اوونۍ کې د پاکستان سفر کوي.

XS
SM
MD
LG