لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: باراني او ټرېفکي پېښو کې ۲۹ کسان مړه شوي


په بلوچستان صوبه کې په څلور ورځو کې د بارانونو، سېلابونو له امله رامنځته شوؤ او ټرېفکي پېښو کې ۲۹ کسان مړه شوي او د ۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

نن د نهې، سه شنبې په ورځ په مستونګ ضلع کې په سړک د خوېدو له امله د کراچۍ نه کوټې په لار وېګن ګاډی د ټرک سره په ټکر شوی چې له امله يې د دوه ماشومانو او څلورو ښځو په ګډون ۱۳ تنه مړه او نهه نور ژوبل شوي دي.

ځينې راپورونه وايي پېښه د تېز رفتارۍ له امله رامنځته شوې ده. د کوټۍ او کراچۍ ترمنځ غټه لار باندې وخت په وخت خونړۍ ټريفکي پېښې رامنځته کيږي.

بلوچستان صوبه کې د تېرو څلورو ورځو راهسې د بارانونو لړۍ هم دوام لري.

د کوټې نه د ډیوه خبريال حفيظ الله شيراني خبر راکوي، په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې ويلي بارانونو او سېلابونو په بولان، ژوب، بارکهان، چاغي، ګوادر، سبي ، پشين، دکي، هرنايي، کوهلو، قلعه سېف الله او زيارت سيمو کې تاوانونه اړولي دي.

په تازه پېښو کې څلور تنه په پشين، يو په دوکۍ، څلور په کېچ، يو په جهل مګسي او يو به بارکان کې وژل شوي او د ۵۰ نه تر ۶۰ پورې کورونه اغېزمن شوي دي.

د اېف ډي اېم ای ترمخه په يادو علاقو کې د باراني سېلابونو او کورونو غورځېدو له امله د مرګ ژوبلو پېښې رامنځته شوي دي.

ويل شوي په يادوعلاقو کې ولاړ فصلونه، کچه کورونه، سړکونه او د بجلۍ نظام بارانونو او سېلابونو اغېزمن کړي دي.

په کوټه کې ويل شوي د باراني اوبو له سوبه د سېورج لاين بند شوی او د اوبو نالۍ ډکې شوي سړکونه د اوبو ډنډ ولاړ دي.

د موسمیاتو د محکمې د چارواکو په وېنا په صوبه کې به د راتلونکو دوه ورځو پورې د بارانونو لړۍ ودريږي.

بل لور ته په خېبرپښتونخوا صوبه او شمالي علاقو کې هم د بارانونو لړۍ روانه ده خو په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره وايي د مرګ ژوبلو کوم خبر ورته نه دی ترلاسه شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG