لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملګرو ملتونو امنیت شورا دطالبانو دپسرلنیو عملیاتو اعلان وغندلو


دملګرو ملتونو امنیت شورا دطالبانو لخوا دپسرلنیو عملیاتو پیل کولو اعلان غندلی اؤ ویلي یې دي ددې عملیاتو پایله به دافغانانو لا زیاته ځورونه وي.

دملګرو ملتونو امنیت شورا تیره ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې افغانان پخپله خاوره سولې ته لیواله دي اؤ نه غواړي چې په دغه هیواد کې جګړه نوره هم دوام وکړي.

دامنیت شورا افغانستان کې په جګړه بوختو ټولو خواؤ څخه غوښته کړې چې دسولې د روانې پروسې څخه ګټه واخلي اؤ دائمي سولې ته رسیدلو دپاره لاره هواره کړي.

اخوا افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دملګرو ملتونو ددغه بیان ستائنه کړې اؤ ویلي یې دي چې هرڅوک د سولې دخبرو اؤ اوربند مخالفت کوي تاریخ به دهغوئ په اړه قضاوت وکړي.

طالبانو دتیرې جمعې په ورځ په ټول افغانستان کې دافغان اؤ امریکایي ځواکونو په ضد د الفتح په نوم دپسرلنیو عملیاتو پیل کولو اعلان کړی ؤ چې امریکا،افغان حکومت اؤ ناټو هم ددغه اعلان غندنه کړې ده.

طالبانو دنوؤ جګړو پیل کولو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې یو خوا ورسره امریکا افغانستان کې دسولې په خبرو بوخته وه اؤ بلخوا ملګرو ملتونو دسولې ددغو خبرو دپاره د ۱۱ؤ طالب مشرانو نومونه د تور لسټ نه ویستلي دي.

امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي اوس وخت رارسیدلی چې افغانستان کې روانه جګړه باید پائ ته ورسول شي اؤ ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړل شي.

تر دې وړاندې په ۱۳م اپریل هم زلمي خلیلزاد پخپل یو ټوئټ کې لیکلي وؤ په داسې حال کې چې ټول افغانان باید دخپل یو ګډ راتلونکي ټاکلو دپاره یو ځائ ته راټول شي دجګړې غږ په ډاګه کوي چې طالبان دماضي په لارو تګ کوي.

زلمي خلیلزاد ویلي امریکا اؤ زمونږ نړیوال انډیوالان به افغانستان کې دجګړې ختمولو هڅو ته دوام ورکولو دپاره افغان امنیتي ځواکونو سره ولاړ وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG