لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: "طالبان قانع کړئ چې د دولت سره له مذاکراتو بغېر بله لار نشته"


د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دوحه کې د طالبانو سره په ناسته کې ګډون کوونکي دولتي پلاوي ته ويلي، "طالبان قانع کړئ چې دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي، زموږ خپل تاریخ راته وايي چې پردي زمومونږ لپاره فېصلې نه شي کولی".

اشرف غني نن د شورو، چهارشنبې په ورځ په سلامخانې ماڼۍ کې راجوړې غونډې ته په وېنا کې وويل "چې هره ورځ د وینې توېدو شاهدان یو، انتحار، انفجار، ډزو او بمباریو، روحاً او جسماً ستړي کړي یو، خو دا چې زموږ په زړونو او وینه کې وطن سره د زرهاو کلونو مینه ده، نه ماتېږو او نه نهیلې کېږو".

د نوموړي په وېنا دوي باوري چې "د نورو بحرانونو په څېر به دغه څلوېښت کلن جنګ هم ختموي. د مايوسۍ ختمولو کونجي د دوي په لاسونو کې ده". هغه په ټينګار سره وویل "راشئ یو بل ومنو او د راتلونکو نسلونو لپاره له ځانځانۍ تېر شو".

ښاغلي غني وويل، "د اوسني افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید له طالبانو سره شریک کړئ، هغوی وپېژنئ او فرصت ورکړئ چې تاسې وپېژني. هغه زیاته کړه".

د دې ترڅنګ "طالبان قانع کړئ چې دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي، زموږ خپل تاریخ راته وايي چې پردي زموږ لپاره تصمیم نشي نیولی".

د دوحې په ناسته کې ګډون کوونکي پلاوي ته نوموړي وویل "له طالبانو سره په زغم، دقت او متانت د ولس د غوښتنو، د نظام د تداوم، قانونیت او د بنسټونو د پیاوړتیا په اړه واضح خبرې وکړئ".

دا چې طالبان څه وايي؟ اشرف غني وويل، "د دوی په دردونو، مجبوریتونو، هیلو او نظریاتو باندې ځان پوه کړئ، دا په تاسې پورې تړلې ده چې بېرته د افغانستان ولس لپاره څه راوړی؟".

دستورې ته مخکني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا مرستیالې اغلې حبیبې سرابي،عبدرب الرسول سیاف او د سولې عالي شورا رئیس استاد محمدکریم خلیلي هم وېناوې وکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG