لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:وسله والو له بسونو ښکته کړي۱۴مسافر وژلي


چارواکي وایي دبلوچستان ایالت په اورماړه سیمه کې په لویې سړک نامعلومو وسله والو ۱۴مسافر له بسونو ښکته کړي اؤ وژلي یې دي،

دبلوچستان دپولیسو سرلښکر محسن حسن بټ رسنیو ته ویلي د اوړماړه په بزي ټاپ سیمه کې په مکران کوسټل هائی وی دشپې د دولس نیمو اؤ یوې بجې ترمینځ د۱۵ؤ نه نیولي تر۲۰ؤ پورې وسله والو د کراچۍ اؤ ګوادر ترمینځ روان پینځه یا شپږ بسونه ودرول اؤ په هغې کې دناستو مسافرو دشناختي کاردونو له کتلو وروسته یې هغوئ له بسونو ښکته کړل.

دپولیسو مشر دا پېښه هدفي وژنې بللي اؤ ویلي یې دي چې وسله والو باقاعده دشناختي کارډونو څخه په بسونو کې ناست خلک معلوم کړي اؤ بیا یې وژلي دي.

دبلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاء لانګو خبریالانو ته ویلي وسله والو په ۱۶ؤ کې ۱۴ مسافر وژلي اؤ دوه په ټېښته د نزدې د لیویز امنیتي پوستې ته ورغلي چې هغوئ هم ژوبل دي اؤ امنیتي ځواکونو د اورماړه روغتون ته رسولي دي.

ددغو وژنو ذمه واري تر دې دمه چا پغاړه نه ده اخستې خو په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې مسافر له بسونو ښکته کړل شوي اؤ وژل شوي.

سرچینې وایي په تازه پېښه کې و وژل شوؤ کسانو مړي امنیتي ځواکونو د نوربخش هوټل نه ترلاسه کړي چې دهلته نه بیا روغتون ته وړل شوي دي.

دپېښې نه سمدستي وروسته په ګڼ شمیر دلیوي ځواکونه اؤ دنورو قانون پځائ کوونکو ادارو مامورین سیمې ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې وړاندې داسې یوه بله پېښه په کال ۲۰۱۵م کې دبلوچستان په مستونګ سیمه کې رامنځته شوې وه.

دغلته هم وسله والو دکراچۍ سره تعلق لرونکي ۲۴مسافر له بسونو راښکته کړي اؤ تښتولي وؤ چې وروسته پکې د۱۹ؤ کسانو مړي د کهډ کوچا سیمې د غرونو څخه ترلاسه شوي وؤ.

په دې وروستیو کې په بلوچستان کې یو ځل بیا د تشدد،بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ تیره اوونۍ هم د کوټې په هزار ګنجي سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ۲۱کسان وژل شوي اؤ۴۸ نور ژوبل شوي وؤ.

بلوچستان دپاکستان هغه ناقراره صوبه ده چې که یو خوا پکې طالبان اؤ نورې تندروه ډلې په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي نو بلخوا د ریاست نه مرورو بلوڅ یاغي تنظیمونو هم دتیرو لسو کالو راهسې دغلته وسله وال مقاومت پیل کړی اؤ وخت په وخت په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

دپاکستان حکومت بلوچستان کې د امنیت دخرابې وضعې ترشا د ځېنو ګاونډي هیوادونو لاسونه ګڼي خو یاغي بلوڅ تنظیمونه تور لګوي ریاست دبلوچستان دخلکو په ټولو وسیلو قبضه کړې اؤ خلک یې دخپلو ائیني،جمهوري اؤ انساني حقونو نه محروم ساتلي چې له دې امله بلوڅ تنظیمونه وسله والې مبارزې ته اړ شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG