لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ار ایس ایف:خیبر پښتونخو اؤ بلوچستان کې خبریالان دسختو خطرو سره مخ دي


د بې سرحده خبریالانو په نوم د رسنیو دڅار نړیوال تنظیم (ارایس یف) ویلي دپاکستان په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې کارکوونکي خبریالان په پاکستان کې تر ټولو زیات دخطرو سره مخ دي اؤ تیرکال درې خبریالان دغلته دخپلې دندې ترسره کولو په مهال وژل شوي.

دبې سرحده خبریالانو تنظیم دصحافت د ازادۍ په اړوند دبیلابیلو هیوادونو درجه بندي کړې ده چې پکې پاکستان دخپلې زړې درجې نه هم درې درجې نور ښکته تللی دی اؤ اوس په ۱۴۲مه درجه کې راغلی دی.

دغه اداره وایي پاکستان کې میډیا دسخت سنسر شپ سره مخ ده اؤ تیرکال د عامو ټولټاکنو په مهال په دغه هیواد کې په میډ‌یا زیات بندیزونه لیدل شوي دي.

رپورټ وایي پاکستان کې د ورځپانو خورؤلو په چارو کې خنډان راولاړ کړل شوي، رسنیو ته د اشتهارونو د نه ورکولو ګواښونه شوي اؤ د څو ټي وي چینلو سګنلې هم بندې کړل شوي دي.

ار ایس ایف وایي دپاکستان نوي حکومت تیرکال دپاکستان میډيا ریګولیټري اتهارټي په نوم دېوې ادارې جوړولو اعلان کړی چې ددغه ادارې په نوم کې لفظ ریګولیشن په میډیا د سینسر شپ غمازي کوي.

د ار ایس ایف د رپورټ له مخې افغانستان هم د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې د تیرکال پرتله درې درجې شاته تللی او د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې یې یو سل او یوویشتم مقام خپل کړی.

د بې پولې راپورورونکو سازمان " ار ایس ایف" د دغه سازمان په درجه بندۍ کې د افغانستان د شاتګ په اړه ویلي، چې د ملي یووالي د حکومت د ډیرو هڅو سره سره تیرکال شپاړس افغان خبریالان او د رسنیو همکاران پر رسنیو په مخامخ بریدونو کې وژل شوي وو.

د بې سرحده خبریالانو د تنظیم په دغه درجه بندۍ کې ناروی وړومبۍ ، فنلینډ دوهمه او سویډن دریمه درجه ترلاسه کړې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG