لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي، نن د افغانستان حکومت ته وړانديز نه کوم


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي د افغانستان حکومت ته وړانديز نه کوي ځکه چې هغه يې لاسوهنه ګڼي يواځې د افغانستان د سولې دپاره دعا کوي.

عمران خان نن د جمعې په ورځ په قبايلي ضلع اورکزو کې یوې اولسي غونډې ته په وېنا کې وويل، "د افغانستان حکومت ته نن وړانديز نه کوي ځکه چې هغه یې بيا لاس وهنه ګڼي".

هغه وويل د افغانستان د امن دپاره دعا کوي ځکه چې په افغانستان کې امن وي نو زمونږ تجارت به ورسره سېوا شي، "الله دې په افغانستان کې امن راولي" چې هغوي هم په خپلو پښو ودريږي ځکه چې ۴۰ کاله پرې جګړې تېرې شوې.

عمران خان له دې وړاندې د روانې مياشتې په سر کې او د مارچ په مياشت کې د افغانستان په اړوند څرګندونې کړې وې.

هغه روانه مياشت په قبايلي ضلع خېبر کې يوې ولسي غونډې ته په وېنا کې ويلي ؤ د افغانستان حکومت ته يې مشوره ورکړې لاسه وهنه يې نه ده کړې.

او د مارچ په مياشت کې يې په قبايلي ضلع باجوړ کې ويلي ؤ، "په افغانستان کې به ډېر زر یو ښه حکومت جوړ شي، یو داسې حکومت چې د ټولو افغانانو نمايندګي به کوي د افغانستان جګړه به ختمیږي او هلته به سوله راشي".

افغان دولت د عمران دغه بيان غندلی او د افغانستان په چارو کې لاس وهنه يې ورته ويلې وه.

عمران خان د افغانستان په اړوند تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په قطر کې نن ټاکل شوې بېن الافغاني خبرې ځنډول شوي دي.

د پاکستان وزيراعظم نه خو د دغو خبرو په اړوند او نه بيا په افغانستان کې د سولې د خبرو په تړاؤ کومه خبره وکړه.

د خپلې وېنا په اخره کې عمران خان وويل، نن په پېښور د کېنسر يا سرطان خپل روغتون ته ورغلی او هلته يې د افغانستان د دوه ناروغانو سره ليدلي دي.

هغه وويل دوي د مزار شريف نه د پېښور شوکت خانم روغتون ته درملنې له راغلي وو.

"زه هيله لرم چې په افغانستان کې حالات لږ سم وي شوکت خانم ته وایم چې پوره هڅه وکړي په افغانستان کې هم د کېنسر يو روغتون جوړ کړي چې ناروغانو ته دومره لرې درملنې ته راتلل نه د غاړې کيږي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG