لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پر نوي داخله وزیر له القاعده سره د تړون او بې نظیر بوټو په وژنه کې د لاس لرلو تورونه ولې دي؟


واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان په مرکزي کابینه کې د القاعده سره په تړون او د بې نظیر بوټو په وژنه کې په لاس لرلو تورن لانجمن پخواني پوځي افسر بریګېډیر اعجاز شاه ته د کورنیو چارو غوندې حساس وزارت ورکړل شوی.

د کورنیو چارو ټاکل شوی وزیر بریګېډیر اعجاز شاه د پروېز مشرف نیژدې ملګری وو، چې د پاکستان له پوځي او ملکي استخباراتي ادارو سره په لوړو څوکیو پاتې شوی دی.

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو پر اعجازشاه، پروېز مشرف او چوهدري پروېز الهي تور لګولی وو چې که دا ووژل شوه نو دغه کسان به یې په وژنه کې لاس لري.

د مېډیا رپوټونه وایي چې د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ جنرل خبریال ډینیل پرل په وژنه ګرم تن عمر سعید شیخ بریګېډیر اعجاز شاه ته تسلیم شوی وو. د پیپلز ګوند یوه غړې پلوشه خان پاکستاني مېدیا ته ویلي، اعجاز شاه د القاعده او طالبانو سره اړیکي لري.

د عمران خان په کابینه کې اعجاز شاه ته اهمه څوکۍ ورکول ښیي چې اوسنۍ بیا جوړه شوې کابینه د مخکې په نسبت نوره هم د پخواني پوځي آمر جنرل پروېز مشرف کابینې ته ورته شوې ده او د هغه نیزدې ملګري د مخکې نه زیات پیاوړي شوي دي.

په پاکستان کې د انګرېزي ناولونو مشهور لیکوال او خبریال محمد حنیف وایي، عمران خان [د کرکټ په اصطلاح] ویلي چې د بېټنګ وار یا نوبت یې بدل کړ او نوي لوبغاړي یې راوستي. محمد حنیف پر ټویټر لیکلي:

"حفیظ شیخ، بریګېډیر اعجاز شاه او فردوس عاشق اعوان نوي لوبغاړي دي؟ ښکاري زه ډېر بوډا شوم".

په امریکا کې د ووډ روویلسن په اداره کې د پاکستاني چارو څېړونکی مایکل کوګلمین (بلاتبصره) وایي، د پاکستان د استخباراتو یو پخواني مشر د کورنیو چارو نوی وزیر اعجاز شاه یو ځل په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن لپاره په کور جوړولو تورن کړی وو. اعجاز شاه دغه تور رد کړی وو.

د پاکستان په مرکزي کابینه کې تر پراخ بدلون وروسته داسې کسان هم په کابینه کې شامل کړل شوي چې ویل کېږي هغوی د پیپلز ګوند د مخلوط حکومت برخه هم پاته شوي چې په هغوی کې یو اوسنی د خزانې مشیر عبدالحفیظ شیخ هم دی.

د نوي بدلون له مخې د اسد عمر پر ځای عبدالحفیظ شیخ د خزانې مشیر ټاکل شوی، بریګېډیر اعجاز شاه د کورنیو چارو وزیر، فواد چوهدري د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر او په کورنیو چارو کې د مملکت پخوانی وزیر شهریار اپریدی د سرحدونو وزیر ټاکل شوی دی.

اپوزیشن ګوندونو په مرکزي کابینه کې پر دومره لوی بدلون کلکې نیوکې کړې او یو ځل بیا یې تور پورې کړی چې تحریک انصاف د درغلۍ له لارې حکومت ته رسول شوی دی. د پیپلز ګوند اپوزیشن مشر خورشید شاه وایي:

"تحریک انصاف ګوند نه دی بلکې یو راوستل شوی ګوند دی، چې [پوځ ته په اشاره] ښه مخ وښیي".

د مسلم لیګ ن ډلې غړې عظمی ګیلاني ویلي، نوی پاکستان په زړو خلکو جوړېږي. مېرمن ګیلاني وي.او.اې ډیوه ته ویلي:

"عمران خان خو هسې یوه مهره ده، چې واک یې د بل په لاس کې دی".

د کابینې د ډیویژن له خوا په خپاره شوي لیسټ کې د کابینې د غړو شمېر 47 تنو ته رسېدلی، چې 25 پکې وفاقي وزیران، 5 نایب وزیران، 4 مشیران او 13 ځانګړي استازي پکې شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG