لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم طريقه کار ته ځکه سم نه ويل کيږي چې د پوځ نه خدای جوړکړی شوی دی، منظور پشتين


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين د وزيراعظم عمران خان د بيان په غبرګون کې ويلي،"د پي ټي اېم طريقه کار ته ځکه سم نه ويل کيږي چې دلته په دې خاوره د پاکستان د پوځ نه يې يو خدای جوړ کړی دی".

د پاکستان وزيراعظم عمران خان پرون د جمعې په ورځ په اورکزو قبايلي ضلع کې یوې ولسي غونډې ته په وېنا کې ویلي ؤ د پي ټي اېم خبرې سمې دي خو لهجه يې سمه نه ده او زياته کړې يې وه خلک د پوځ پرضد کول او داسې نعرې وهل چې ملک او قبايلي علاقې ته به يې څه ګټه وي؟.

منظور پشتين وی او ای ډيوه سره د عمران خان د وېنا په غبرګون کې وويل، "سم طريقه کارڅنګه وي؟ په تشو بيانونو خو زمونږ خبره نه اورېدل کېده، په دې فاټا (قبايلي سيمه) څه نه ؤ چې هغه ونه شول، کورونه بمبار کېدل خلک لس لس کاله بې درکه کېدل هغه غېر اييني کار ؤ، هغې ته خو چا غلط نه ويل".

نوموړی وايي "چې رښتيا وايې پاکستان پرې خفه کيږي او چې دروغ وايې خدای پرې خفه کيږي".

د پشتين په وېنا ځينې خلک وايي پخوا غلطې پاليسۍ وې خو هغه پاليسۍ اوس هم روانې دي هغه تور لګوي چې،

"د فاټا ټول غرونه دوي د دغو خلکو نه ډک کړي دي دلته په افغانستان کې مداخلت پرې کوي او دلته کارونه پرې کوي، په مومندو کې اوس هم بهتې (قلنګ) اخيستل کيږي، په وزیرستان کې هغه واقعات کيږي، په دوکۍ اولورالايي څه حال شورو دی؟".

نوموړی وايي، "تر پورې چې زمونږ سره دا غلط کار روان وي زمونږ طريقه کار به هم دغه وي، په دې لار خو مونږ يو څه ترلاسه کړه".

"زمونږ په وينو پورې خندا شوې ده زمونږ ماشومان به ووژل شو دلته به ټکړې ټکړې پراته ؤ په دې اخبارونو کې به راتلل چې دومره دومره ترهګر مو وژلي دي هغه طريقه کار سم ؤ؟".

د پي ټي اېم مشر وايي، "دا يو مشرف نا، جنرال عبدالقادر بلوچ هم، نصيرالله بابر هم، کرنل امام، دوي ټولو منلو دي چې دا خلک دوي جوړ کړي دي او دغې عمران خان په خپله څو ورځې اول دا خبره وکړه چې ترهګر زمونږ پوځ جوړ کړل".

"دا خبره خو دوي کړې ده چې د ترهګرۍ په شا د دوي ايجنډا ده په دې خبره زمونږ نه ولې ګيله کيږي. چې هر سړی يې وايي بيا ګناه نه ده خو چې زمونږ په خله راووځي بيا هغه غلطه ګڼل کيږي".

منظور پشتين زياتوي، "دا د روس په دور کې، دغې خلکو روپۍ خوړلي دي د ضياالحق هغه خبرې نن هم په تاريخ کې پرتې دي چې ۸۰ کروړه ډالر يې ورکول چې په دې ترهګرجوړ کړه خو ده ورته د ۲۲۰ کروړه ډالرو وويل چې بيا يې جوړ کړم د هغې وخت نه دا لوبه راروانه ده او دوي د افغانستان نه پينځمه صوبه جوړوله د هغې په لړ کې يې زمونږ ماشومان ټکړې ټکړې کړل او دوي خپلې خبرې کوي".

نوموړی وايي د پي ټي اېم جوړېدو سره په سيمه کې ظلمونه يو څه کم شوي دي، په چيک پوسټو به کومه رويه کېده؟ د بې درکه کولو، د وژنو کومه لړۍ چې وه، پي ټي اېم په دې لار يو څه موندلي دي.

پشتين وايي، "د پښتنو علاقې شاته اچوي د دوي وسايل پټ ساتي دا غېر عدالتي وژنې دا سياسي مسلې دي په دې احتجاج پکار دی، او د پي ټي اېم مخالفت څوک هم نه کوي يواځې د پوځ د خوشحالولو دپاره يې کوي دلته په دې هر څه کولو ټول خلک خبر دي".

پي ټي اېم چې د جوړېدو يې څه دپاسه يو کال پوره شوی د پاکستان پوځ پي ټي اېم ته په څه نظر ګوري؟

د پي ټي اېم غوښتنو ته د پاکستان د پوځ ځواب

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د روان کال جنورۍ په میاشت کې ویلي ؤ، دا د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي.

خو له دغې وړاندې د دسمبر په مياشت کې ښاغلي غفور ويلي ؤ، چې د پي ټي اېم درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوي او پر ځینو کار روان دی.

خو نوموړي ويلي ؤ اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه وايي د پاکستان په ائين او چوکاټ کې غوښتنې لري او د دوي يوه غوښتنه هم پوره نه ده منل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG