لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان دري ژبه عمران خان ته غلطه ژباړلې


د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د يو افغان وګړي په دري ژبه خبرې وزیراعظم عمران خان ته غلطې ته ژباړلي دي، او نوموړی يو ځل بيا په سوشل ميډيا يادول کيږي.

عمران خان پرون د جمعې په ورځ پېښور کې شوکت خانم روغتون ته ورغلی او هلته یې د افغان ناروغانو سره ليدلي دي.

په سوشل میډيا خوره شوې ويډيو کې يو افغان وګړی عمران خان ته په دري ژبه کې د خپل زوي د عملياتو (اپرېشن) کېدو خبره کوي او مننه کوي.

خو په ويډيو کې ليدل کيږي چې شاه فرمان د افغان وګړي د خبرو ژباړه کوي او عمران خان ته وايي دا تن وايي چې "مونږ خوش قسمته يو چې تاسو دلته منتخب شوي يئ".

په سوشل ميډيا د شاه فرمان ژباړې ته غبرګون:

مير وېس عمر دغه ويډيو خپره او پښتو ژباړه يې ورته ليکلې ده.

ثاقب نويد نومې تن په ټويټر ويلي،

څنګه چې شاه فرمان ژباړه کړې ده دغه رنګ چې ټول مشيران عمران خان ته حال تېروي نو اندازه لګوئ.

ژورنالسټ حق نواز خان ټوقه کړې او ويلي يي دي،

د فارسۍ د نوي استاز شاه فرمان سره په ګورنر هاؤس کې د فارسۍ نوي کلاسونه،

شاه فرمان تېر کال د سکول هلکانو او جينکو په خبرو کې مخ په مخ يا مخامخ خبرو ته "ماؤت ټو ماټ، خله په خله خبرې" ويلې وې او په سوشل ميډيا دغه ويډیو هم په ټوقو يادېدله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG