لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د مخابراتو وزارت ته وسله وال ننوتي او جګړه روانه ده


په کابل ښار کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجي په وزارت یو شمیر وسله والو برید کړی او دې وزارت ته ورننوتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي له ډیوې سره په خبرو کې وویل چې سیمه د پولیسو لخوا کلابنده شوې ده.

نوموړي وویل دغه برید نن یولس بجې او ۴۴ دقیقې ترسره شوی او د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه او هڅه کیږي وسله وال له منځه یوړل شي.

نوموړي وویل (د مخابراتو وزارت دروازې ترڅنګ یوه چاودنه وشوه له چاودنې وروسته نښته رامنځته شوې او امنیتي ځواکونو د وسله والو دله منځلو لپاره هڅه پیل کړې ده).

د پیښې عیني شاهدانو ډیوې ته وویل چې د مخابراتو وزارت دروازې ته نږدې لومړی چاودنه وشوه او وروسته یو شمیر وسله وال وزارت ته ننوتل او د سپکو وسلو ډزې هم وشوې.

دتلفاتو په اړه یې چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي.

د دې پیښې مسئولیت لا تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

نورجزیات وروسته ......................

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG