لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملت پال ګوندونه:باید وښودل شي چې دقبائیلو په نوم څومره مرستې اخستل شوي اؤ چرته مصرف شوي؟


په پاکستان کې دپښتنو ملت پاله سیاسي ګوندونو اؤ تحریکونو ائتلاف په حکومت غږ کړی چې دبهر نه یې دترهګرۍ ځپلو قبائیلو په نوم کومې مرستې ترلاسه کړي دهغې جزئیات باید په ډاګه کړي.

پښتونخوا جمهوري اتحاد دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو وروسته هم په دغو سیمو کې په نظام کې په موجودو نېمګړتیاؤ اندېښنې ښکاره کړي اؤ غوښتنه یې کړې ده چې د انضمام دعمل په بشپړ ډول سرته رسولو دپاره دې چټک ګامونه واخستل شي.

د اتوار په ورځ پېښور کې پښتونخوا جمهوري اتحاد د فاټا د انضمام نه راپدیخوا د موجودو خامیو په اړوند یوه ستره غونډه کړې چې پکې دبیلابیلو قام پرسته ګوندونو اؤ تحریکونو مشرانو برخه اخستې اؤ‌ په حکومت یې غږ کړی چې قبائیلو سره باید نور دمیرې مور سلوک نه لاس واخستل شي.

پخپله یوه اعلامیه کې پښتونخوا جمهوري اتحاد دحکومت اؤ امنیتي ادارو څخه غوښتنه کړې چې په قبائیلي سیمو کې باید د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب دمخنیوي دپاره کوټلي ګامونه واخلي.

کله چې نن داتوار په ورځ‌ په پېښور کې دا غونډه روانه وه نو په عین حال کې دمومند قبائیلي ضلعې په سوونو خلک داحتجاج دپاره سړکونو ته وتلي وؤ اؤ په امنیتي ځواکونو یې نیوکې کولې چې دهغوئ موجودیت کې وسله وال دقبائیلو په کورونو دشپې دلاسي بمونو بریدونه کوي خو امنیتي ځواکونه یې مخه نه نیسي.

پښتونخوا جمهوري اتحاد پخپله اعلامیه کې ویلي چې د ولسواکۍ دحق په تسلیمولو دې دقبائیلي سیمو په اړه دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ،وزیراعلي اؤ کابینې واکونه په ډاګیز ډول ومنل شي اؤ په دغو سیمو کې دې د ګورنر لاسوهنه غیرائني وګرځول شي.

اعلامیه کې غوښتنه شوې چې ګورنر تر اوسه قبائیلي ضلعو دپاره کومې کمیټۍ جوړې کړي یا یې نور ګامونه اخستي هغه باید ناچله وګرځول شي.

اعلامیه کې په حکومت غږ شوی چې دائني، انتظامي،عدالتي چارو اؤ خاصه دارو اؤ لیویز په اړوند یې حکومت اعلانونه کړي په هغې باید سمدستي عمل وکړل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې حکومت قبائیلي سمو دپاره کومې ۱۰۰ بیلنه روپۍ اعلان کړي هغه دې په سمدستي توګه دپښتونخوا حکومت ته ورکړل شي ترڅو په روڼ انده توګه د ولس دپرمختیا په کارونو مصرف کړل شي.

دملت پاله ګوندونو دې ائتلاف غوښتنه کړې چې قبائیلي سیمو کې دې بیا دسره دسرشمیرنې عمل ترسره کړل شي اؤ ترڅو سر شمیرنه نه وي شوي ترهغې باید دې داین ایف سي ایوارډ درې فیصده برخه دبقایاجاتو په ګډون خیبر پښتونخوا حکومت ته ورکول کیږي.

هغوئ دا غوښته هم کړې چې قبائیلي ضلعو کې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب دلاسه دبې کوره اؤ ځپل شوؤ خلکو په نوم کومې مرستې دبهر نه شوي دهغې جزئیات دې ولس ته په ډاګه کړل شي اؤ ددغو پیسو دلګښت بې پلوه اډټ یا ارزونه دې وکړل شي.

په دغه اعلامیه کې قبائیلي سیمو کې د کالجونو اؤ پوهنتونو جوړولو ترڅنګ دا غوښتنه هم شوې چې تر ۲۰ کالو باید قبائیلو ته په ارزانو نرخونو ګیس،بجلي اؤ له سوده پاکې قرضې ورکړل شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG