د قبايلي ضلعو او خېبرپښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې نن د ګل، دوشنبې د ورځې راهسې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل کړی شوی دی.
پاکستان کې دا د پولیو ضد څاڅکو د کال دوېم کمپاين پېل کړی شوی دی.
د پولیو ضد پروګرام د شمېرو ترمخه پاکستان کې د ۳۹ ملينو نه زیاتو ماشومانو ته به په دې کمپاين کې د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.
د چارواکو په وېنا دوه لاکه او ۶۰ زره کار کوونکي چې په دې کمپاين کې برخه اخلي او دا کمپاين تر پینځه ورځو پورې روان وي.
د پولیو ضد پروګرام ټولو خلکو ته خواست کړی چې په ملکي کچ د پولیو ضد څاڅکو په کمپاين کې د ټيمونو سره همکاري وکړي ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورسوي او پاکستان د پوليو نه پاک کړي.
په پاکستان کې د پوليو تازه کمپاين په داسې حال کې پېل کړی شوی چې د پوليو ضد پروګرام ترمخه روان کال د پاکستان په ۱۲ ښارونو کې په سخا يا خچنو اوبو کې د پولیو وايرس مالوم شوي دي.
د پاکستان پېښور، لاهور، کراچۍ، لاهور، مردان، بنو، وزيرستان،حېدر اباد، قمبر او سکهر هغه ښارونه دي چې د پوليو وايرس پکې مالوم شوي دي.
پاکستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلي دي.
د پوليو پېښې په باجوړ، خېبر، هنګو، بنو، کراچۍ او لاهور کې رپوټ شوي دي.
پاکستان کې وخت په وخت د پولیو په کارکوؤنکو او د دوي سره په ساتونکو امنيتي سرتېرو وژونکي بريدونه کیږي.
د روانې مياشتې په سر کې په قبايلی ضلع مومندو کې د پوليو ضد کار کوونکې نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) ځايي چارواکی واجدعلي په ډزو وژل شوی ؤ.