لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم د ايران د صدر سره ليدلي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ایران د صدر حسن روحاني سره په تهران کې لیدلي او دواړو مشرانو په دوه اړخيزه او سیمه ييزه چارو خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان د دولتي رسنیو ترمخه د پاکستان وزیراعظم به د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يې، سره هم ويني او د ايران د کاروباريانو سره به هم ليده کاته کوي.

د پاکستان وزيراعظم سره د پلاوي د تهران سفر په داسې حال کې کړی چې تېره اوونۍ په ۱۸م اپرېل د کراچۍ او ګوادر ترمنځ د مسافرو په بسونو ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي دوه ورځې وړاندې د ډزو په پېښو کې د وژل شوؤ په اړوند ويلي ؤ په وژل شوؤ کسانو کې ۱۰ د سمندري ځواک سرتيري، درې د هوايي ځواک او يو د ساحلي ځواک سرتېری ؤ.

قرېشي ویلي ؤ دا بريد د بي ار ای په نوم د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د اتحاد غړو کړی ؤ.

هغه ويلي دا بريدګر د ايران څخه د پاکستان لوري ته راغلي او د پاکستان په امنيتي سرتېرو يې برید کړی ؤ او پاکستان په دغه اړوند تهران خبر کړی دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظريف د دغه بريد غندنه کړې وه.

د پاکستان سره په پوله د ايران سېستان بلوچستان صوبه کې وخت په وخت ايراني چارواکي وايي د پاکستان د لوري نه د جېش العدل نومې ډلې وسله وال اوړي او په ايراني ځواکونو بريدونه کوي.

د روان کال فرورۍ په مياشت کې د ايران په انقلابي ځواک باندې يو ځانمرګي بريد کې ۲۷ سرتيري وژل شوي او ۱۳ ژوبل شوي وو.

جېش العدل د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د ايران د انقلابي ځواک مشر د پاکستان نه غوښتي ؤ چې د جېش العدل پرضد ګامونه پورته کړي له دې وړاندې چې تهران په خپله خپل بدل واخلي.

ایران تور لګوي پاکستان د دغو وسله والو ډلو مخه نه نيسي څوک چې په ايراني ځواکونو بريدونه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG