لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کرکټ: حمیدحسن د نړيوال کپ دپاره په لوبډله کې شامل کړی شوی


د افغانستان کرکټ بورډ چې د نړيوال کپ دپاره خپله ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه، په لوبډله کې حميدحسن هم شامل کړی شوی دی.

تېز بالر حمیدحسن په وروستي ځل په لوبډله کې د کال ۲۰۱۶م په جولايۍ مياشت کې لوبېدلی ؤ.

د کرکټ بورډ ترمخه په یاده ۱۵ کسیزه لوبډله کې (ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدي ویکټ ساتونکی، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ) شامل دي.

دغه راز درې لوبغاړي د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي چې پکې اکرام علي خېل، کریم جنت او سعید شېرزاد شامل دي.

د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي د حميدحسن بيرته په لوبډله کې شاملېدو په اړوند وويل، له نېکه مرغه د حمید حسن بیا راتګ یو ښه زېری دی، خو بیا هم په راتلونکو تمریناتي لوبو کې د هغه فټنس او پیاوړتیا ارزوو.

۳۱ کلن حميد حسن په خپل کريئر کې په ۳۲ يو ورځنيو سياليو کې ۵۶ وکټې او په شلو، ۲۰ اووريزو سياليو کې يې ۳۲ لوبغاړي سوځولي دي.

په وروستیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د يو ورځنيو سياليو دپاره ګلبدین نايب نوی کپتان ټاکل شوی دی له هغه وړاندې اصغر افغان تر ډېرو کلونو دا مشري په غاړه لرله.

ځينې سينئر لوبغاړو د کرکټ بورډ په دې عمل ټکونه کړي چې په داسې وخت کې چې نړيوال کپ رانزدې دی د کپتان بدلول پکار نه ؤ.

د افغانستان په کرکټ لوبډله کې درې تکړه سپېنران راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان هم شامل دي.

راشد خان د کرکټ د نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې د شل اووريزو لوبغاړو په فهرست کې په اول نمبر بالر او په یو ورځنيو لوبغاړو کې په اول نمبر ال راؤنډر دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG