واشنګټن ــــ د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د پارلمان په غونډه کې د وزیراعظم عمران خان پر دې بیان سختې نیوکې کړې چې وایي ترهګرو ډلو په تېر وخت کې د پاکستان له خاورې په ګټې اخیستو په ایران کې ترهګري کړې ده.
اپوزیشن ګوندونو د عمران خان دا اعتراف د پاکستان د ملي سامتیا په ضد ګڼلی. د ملسم لیګ ن ګوند د پارلمان غړي خرم دستګیر وویل، تر اوسه هیڅ پاکستاني وزیراعظم په پردي هېواد کې داسې بیان نه دی ورکړی. هغه پارلمان ته وویل:
"دا ډېر خطرناک اعترافات دي، پر دې چې زموږ رایې هر څه وي خو د وزیراعظم دا اعتراف د پاکستان پر ملي امنیت ګوزار دی او عمران خان دې په پارلمان کې د دې خبرې سپیناوی وکړي".
عمران خان د ګل- دوشنبې په ورځ په تهران کې له ایراني ولسمشر حسن روحاني سره په ګډه خبري غونډه کې اعتراف کړی وو، چې ترهګرو په تېر وخت کې د پاکستان خاوره د ایران په ضد کارولې ده:
"زه پوهېږم ایران ته له هغې ترهګرۍ صدمه رسېدلې چې په پاکستان کې د فعالو ترهګرو ډلو له خوا ورته رسېدلې ده. موږ باید یو پر بل باور وکړو چې دواړو هېوادونه به په خپله خاوره کې ترهګرۍ ته اجازه نه ورکوي".
د پیپلز ګوند غړې او پخواني خارجه وزیرې حنا رباني کهر هم پارلمان ته وویل، پخوا به چې چا داسې خبره وکړه نو د هېواد دوښمنۍ ټاپه به ورباندې ولګېده، خو وایي اوس وزیراعظم عمران خان وایي د پاکستان ځمکه د پاکستان په ضد استعمالېږي، چې وایي دا په پاکستان پسې خندا ده.
پښتون سیاستوال او د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک پر ټویټر پوښتنه کړې، چې آیا د عمران خان تر اعتراف وروسته نړۍ ملامتولای شو چې د ترهګرۍ په ضد زموږ د جګړې دعوه نه مني. افراسیاب خټک لیکلي:
"عمران خان په ریکارډ دا خبره کوي چې په ترهګرو کې مېشتو ترهګرو پر ایران بریدونه کول. طالبان، جیش محمد او جماعت الدعوه خو مخکې لا خلکو ته ښکاره دي. نېشنل ایکشن پلان خو (نو اېکشن پلان) ثابت شوی. موږ په کومه روان یو. ایف اې ټي ایف ته؟".
وزیراعظم عمران خان د اپرېل په اتمه نېټه هم په اسلام اباد کې له بهرنیو خبریالانو سره د لیدو په وخت ویلي وو، چې په پاکستان کې توندروه ډلې د دې هېواد پوځ جوړې کړې وې، خو وایي اوس یې پرېکړه کړې چې نور به پر خپله خاوره دغو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف هم دې ته ورته خبرې کړې وې خو وروسته بیا د پاکستان پوځي ایسټېبلشمنټ د هغه په خبرو بد منلي وو. د هغه ګوند مسلم لیګ ن وروسته ویل چې ښاغلی شریف په 2017م کال کې له واکه ځکه لرې کړل شو چې نوموړي په هېواد کې د توندلارو په اړه د پوځي تګلارې مخالفت کړی وو.