واشنګټن ــــ په سریلنکا کې پر درو هوټلونو او د مسیحیانو پر درو کلیساوو باندې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته په پاکستان کې هم مذهبي اقلیتونو اندېښنه څرګنده کړې او وایي عبادتخانې یې په بشپړه توګه خوندي نه دي او ویره لري چې بریدونه ورباندې ونه شي.
د مختلفونو مذهبونو تر منځ د مینې او روادارۍ زیاتولو لپاره د جوړ شوي تنظیم (پاک کونسل آف ورلډ ریلیجن) غړي د نهې- سه شنبې په ورځ په پېښور پریس کلب کې را غونډ شوي وو او د سریلنکا پېښې یې غندلې.
د پښتونخوا د مسیحیانو مشر بشپ هیمفري سرفراز پیټر وي.او.اې ډیوه ته وویل، د مسیحیانو په ګډون په پاکستان کې مېشت ټول مذهبي اقلیتونو د سریلنکا پېښې اندېښمن کړي دي:
"د اقلیتونو خلک ټول پرېشانه دي ځکه وایي هسې نه یوه داسې څپه راشي چې بیا جګړې [ترهګري] پیل شي، تر اوسه زموږ د امنیت حالت ښه نه دی، یو یو- دوه دوه امنیتي کسان یې راکړي دي".
د مذهبي اقلیتونو مشران وایي، خپله دومره توان نه لري چې د خپلو عبادتخانو د امنیت انتظام وکړي، وایي دا د ریاستي ادارو کار دی چې په دې برخه کې یې د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.
له هندو مذهب سره تړاو لرونکی هارون سربدیال وایي، د پښتونخوا صوبې په تعلیمي نصاب کې داسې ډېر مواد شامل دی چې د نورو مذهبونو په ضد کرکه را پاروي. سربدیال وایي پنجاب صوبې په دې برخه کې ډېر کار کړی دی:
"د پښتونخوا نصاب ډېر د کتو دی، ما 25 ثبوتونه سپریم کورټ ته وړاندې کړي دي، دا د نېشنل ایکشن پلان په 20 مادو کې هم شامل دی خو تر اوسه ورباندې هیڅ عملي اقدامات نه دي شوي، نو موږ خو به ځانونه ضرور غیرمحفوظ ګڼو".
د مذهبي اقلیتونو مشران غوښتنه کوي چې د نصاب د بدلون په کمېټیو کې دې د سیاسي ګوندونو پر ځای د بېلابېلو مذهبونو بې طرفه عالمان واخیستل شي، چې چې په نصاب کې د مینې او زغم د موادو د شاملولو وړاندیزونه وکړي.
د سیک مذهب یو مشر بابا ګورپال سینګ هم د خپلو عبادتخانو له امنیته ډاډمن نه دی، هغه وایي په دې برخه کې یې د پښتونخوا له پولیس مشر سره په وار وار خبرې کړې دي خو غوښتنه یې نه ده منل شوې:
"دلته زموږ زیات و کم 15000 کسان دي، خو په یوه ګوردواره کې په شمېر څو کسان په امنیت ګومارل شوي، د دغو عبادتخانو امنیتي کسان دې زیات شي".
مسلمان عالم مقصود احمد سلفي وایي، د ټولو مذهبونو منونکو او د دوی عبادتخانو ته تحفظ ورکول د اسلامي ریاست فریضه ده او پر ټولو عالمانو یې ږغ وکړ چې د سوکاله او سوله ییز پاکستان لپاره دې د کرکې له ویناوو ډډه وکړي او د مینې او روادارۍ درسونه دې ورکړي.