تیرکال په کراچۍ کې د پولیسو په جعلي مقابله کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب الله مسید میرمنه دخپل میړه تر وژل کیدلو وروسته په لمړي ځل دمیډیا مخې ته راغلې اؤ دخپل خاوند په اړوند خاطرې یې دخلکو سره شریکې کړي دي.
دپاکستان جیو ټيلي ویژن د نقیب مسید دکونډې میرقدانه له خولې لیکلي چې هغې دخپل میړه سره دخوښۍ ډک ژوند تیرولو،دهغه هر رقم خیال به یې ساتلو اؤ هغه به خپلو ملګرو ته مدام دخپلې میرمنې صفتونه کول.
میرقدانه وایي” تاسو به ارومرو د نقیب الله انځورونه لیدلي وي،هغه دا شوق لرلو چې ځان تیار کړي، زړه راښکونکی وښکاري اؤ بیا عسکونه واخلي، ما به زیاتره چیړلو چې ته به په تیاریدلو نور څومره وخت اخلې، وومره وخت ناویانې هم د تیاریدلو دپاره نه اخلي”
هغه وایي په نقیب الله ډير خلک مئین وؤ چې په هغې کې جینکۍ هم وې اؤ نقیب به دا حال ماته ویلو چې دجینکو په خبره به پکې زه پرېشانه کیدمه هم.
دنقیب مسید کونډې ویلي “هغه کراچۍ ته له تګ وروسته هم زه نه ومه هیره کړې ، مونږ به هره ورځ په ټیلي فون خبرې کولې،هغه به هره ورځ ویل چې زه به زر بیرته کور ته راځم”
دمیرقدانه په وینا “ کله چې به زه خپل کور ډیره اسماعیل خان ته لاړم نو هغه به راته ویل چې زه به ډیر زر درځم اؤ بیا به سره ګډ جنوبي وزیرستان ته ځو”
هغې ویلي نقیب الله تر وژل کیدو څلور میاشتې له مخه په کراچۍ کې میشت ؤ اؤ ځان دپاره دیو کور په لټون ؤ، هغه به کله دخپل تره اؤ کله د ملګرو په کورونو کې پاتې کیدلو،تاسو لیدلی شئ چې هغه ډير زیات ملګري لرل اؤ هغ به په جوړیدونکو ودانیو کې کار کولو.
دنقیب مسید خوب
میرمن میرقدانه وایي “دنقیب ډير خوبونه ؤ خو له دغو خوبونو څخه یې یو خوب دا ؤ چې په کراچۍ کې ځانله د ټوکو یا جامو یو دوکان وکړي، هغه به ماته ویل زه غواړم یو دوکان په کرایه ترلاسه کړم اؤ هلته په خپله دجامو رنګولو کار هم پیل کړم،یو ځل چې مې روزګار روان شي نو وعده درسره کووم چې بیا به تا اؤ ماشومانو هم کراچۍ ته راغواړم”
دنقیب مسید کونډه وایي چې دهغې په هکله رقم رقم دعوې وشوې،”په یوټیوب یو ویډیو کې ویل شوي چې ګنې زه دکراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې په یو اسکول کې استاذه یمه ،خو زه نه لوستې یمه اؤ اؤ نه چرته په عمر کراچۍ ته تللې یمه”
هغه وایي دکله نه چې په نقیب واده شوې ده له هغې راپدیخوا دخپلې سخرګنۍ په کور اوسیږي اؤ له دې ځایه هیچرته نه ده تللې.
نقیب سره په وروستي ځل خبرې
هغه وایي” کله چې مونږ په وروستي ځل خبرې کړې وې نو هغه مانه زمونږ د زوئ ویډیو غوښتې وه،په دغه وخت زمونږ زوئ ایله پل اخستی ؤ خو نقیب الله مونږ سره نه ؤ چې خپل زوئ وویني، نو ما ورسره ژمنه وکړه چې ډير زر به درته ویډیو درولیږم ،خو ددغو ټولو خبرو په مهال زه پوهیدم چې هغه پرېشانه دی”
هغه وایي” تر فون بندولو وړاندې هغه ماته ویلي وؤ زه نه پوهیږم چې ماسره څه کیږي، زه نه شم کولی خپل ځان بیرته تر کور در ورسووم، اؤ همدا دهغه وروستي الفاظ وؤ”
هغه وایي له دغو خبرو وروسته بیا چرې هم نقیب الله هغې ته فون ونه کړو ،هغه بیا چرې هم ډیره اسماعیل خان یا جنوبي وزیرستان ته رانغلو ، که رښتیا وایم نو زه په قار وم خو ماته په دغه وخت نه وه معلومه چې راؤ انوار هغه له ما تروړلی دی