لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼه: عمران خان ځوانانو له قرضې اعلان کړې خو د ځوانانو په تحريک يې تورونه ولګول


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جنوبي وزيرستان په واڼه کې جلسې ته په وېنا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نوم اخيستو پرته وويل، دلته خلک دي، ځوانان اړي ګړي ته راپاروي او تور يې ولګوؤ ځينې مشرانو ته يې د بهر نه پېسې مېلاويږي.

عمران خان نن د شورو، چارشنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې یوې جلې ته په وېنا کې وويل، "دلته خلک دي چې ځوانان اړي ګړي ته پاروي، او دلته چې خلکو ته کوم تکليف دی، دا سوچ دی چې د دغه تکليف نه ګټه پورته کړي او اړی ګړی جوړ کړي".

هغه وويل "په دوي کې عام ځوانان سم دي خو په دوي کې ځینې مشرانو ته د بهر نه پېسې راځي او هغه ګوندونه چې دلته خپل غبن پټول غواړي هغوي يې هم د دوي مرسته کوي".

د عمران خان وېنا ته په غبرګون کې د پي ټي اېم مخکښ مشر او د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي د عمران خان اشاره هم پي ټي اېم پله وه خو د حالاتو د نزاکت په وجه يې نوم وا نه خستو.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د عمران خان خپله رایې نشته دا ورته پوځ او استخباراتي ادارو ويلي ؤ چې داسې خبرې وکړي.

محسن وايي عمران خان د ځايي خلکو د ويرې د پي ټي اېم نوم ونه ويلو او دا ښايي چې د سیمې د خلکو د پي ټي اېم سره څومره مينه ده.

هغه وويل پي ټي اېم د کوم سياسي ګوند په شا نه دی ولاړ او که څوک د پي ټي اېم ملاتړ کوي هغه يې خپله خوښه ده خو پي ټي اېم د ظلم پرضد راپورته شوی غورځنګ دی او د ظلم پرضد مبارزه کوي.

د بهر نه د امداد ترلاسه کولو د عمران خان تور ته په غبرګون کې نوموړي وويل، چې په نړيواله کچه دې یو ازاد کمېشن جوړ شي، چې دوي ته د کوم ځای څخه پېسې راغلي او پي ټي اېم ته د کوم ځای نه پېسې راځي هر څه به په ډاګه شي.

عمران خان د جمعې په ورځ په اورکزو قبايلي ضلع کې یوې ولسي غونډې ته په وېنا کې ویلي ؤ د پي ټي اېم خبرې سمې دي خو لهجه يې سمه نه ده او زياته کړې يې وه خلک د پوځ پرضد کول او داسې نعرې وهل چې ملک او قبايلي علاقې ته به يې څه ګټه وي؟.

منظور پشتين وی او ای ډيوه سره د عمران خان د وېنا په غبرګون کې ويلي ؤ، "سم طريقه کارڅنګه وي؟ په تشو بيانونو خو زمونږ خبره نه اورېدل کېده، په دې فاټا (قبايلي سيمه) څه نه ؤ چې هغه ونه شول، کورونه بمبار کېدل خلک لس لس کاله بې درکه کېدل هغه غېر اييني کار ؤ، هغې ته خو چا غلط نه ويل".

د پشتين په وېنا څو پورې چې د پښتنو سره غېر قانوني ناوړه چلند کيږي د دوي طريقه کار به هم دغسې وي.

عمران خان نن جنوبي وزيرستان ته ورغلی اول يې په سپينکي رغزي سيمه کې د ځايي محسود مشرانو سره ليدلي او بيا يې په واڼا کې غونډې ته وېنا وکړه.

په سپينکي رغزي کې مشرانو سره په خبرو کې هغه ويلي ؤ چې په وزيرستان کې معدنيات دي او دا دومره معدنيات چې پاکستان د بل د محتاجۍ نه خلاصوي او دوي به دغه معدنيات رااوباسي.

عمران خان دغه خبره هم په داسې حال کې کړې چې په وروستیو کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د وزیرستان د معدنياتو خبره کړې او تور يې لګولی ؤ چې د پاکستان پوځ قبايلي او پښتنو سیمو ته د ترهګرۍ ختمولو نه بلکې معدنياتو قبضه کولو له راغلی ؤ.

د پاکستان وزیراعظم په داسې حال کې جنوبي وزیرستان ته ورغلی چې په سیمه کې د راه نجات پوځي عملیاتو نه اغېزمن خلک د ۲۱ راهسې د خپلو غوښتنو دپاره په ټانک کې په احتجاج ناست دي.

عمران خان د دغو خلکو يادګېرنه ونه کړه خو وې ويل د سيمې د خلکو تکليفونه به لرې کوي.

هغه په جنوبي وزيرستان کې يو د جينکو او يو د هلکانو د ډګري کالج، سپورټس کمپلیکس او ۱۰۰ کلوميټره سړکونو جوړولو اعلانونه وکړه.

عمران خان وویل د قبایلي ضلعو د ځوانانو دپاره به په روزګارونو کې خاص ځای یا کوټه او د کاروبارونو د شروع کولو دپاره به ورته د سود نه بغیر قرضې ورکولی شي.

او هغه د قبایلي ضلعو اوسېدونکو دپاره د صحت کارډ اعلان هم وکړو چې ترمخه به یې د سیمو اوسېدونکو ته به د خپل علاج دپاره ٧٢٠٠٠٠ روپۍ ورکولی شي.

هغه وویل په قبایلي ضلعو کې خلکو ته د څښلو اوبه ورکولو دپاره به واړه ډېمونه جوړېږي. عمران خان وویل د ترهګرۍ دلاسه د سیمې د خلکو د نقصان جاج اخیستلو دپاره سروی دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG