لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روان کال په افغانستان کې د ملکي وګړو زياتې مرګ ژوبلې د افغان ځواکونو په عملياتو کې شوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يوناما ويلي د روان کال په لمړو درېو میاشتو کې د عامو خلکو زياتې مرګ ژوبلې د افغان او نېټو ځواکونو په عملياتو کې شوي دي.

يوناما ويلي په لمړي ځل په افغانستان کې داسې شوي چې د طالبانو په پرتله د عامو خلکو مرګ ژوبلې د افغان او نړيوالو ځواکونو په عملیاتو کې شوي دي.

ويل شوي په دغه موده کې ۱۷۷۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوختي چې پک ۵۸۱ کسان وژل شوي دي.

خو يوناما ويلي د تېر کال دغه مودې په پرتله سږ کال د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ۲۳ سلنه (فيصده) راکمې شوي دي او زياتې مرګ ژوبلې د ځانمرګو بريدونو له امله کمې شوي دي.

د يوناما د رپوټ ترمخه ۳۰۵ ملکي وګړي د افغان پوځ او پوليس او نړيوالو ځواکونو د عملياتو په مهال وژل شوي او ژوبلې زیاتې د طالبانو او نورو تندلارو په عملياتو کې رامنځته شوي دي.

نړيواله اداره وايي نيمې وژنې په هوايي بريدونو کې رامنځته شوي دي.

ويل شوي د ۲۰۱۹م په لمړيو درېو مياشتو کې د حکومت مخالفه وسله والو په عملياتو کې ۹۶۳ کسانو ته مرګ ژوبلې اوختي چې پکې ۲۲۷ کسان وژل شوي دي.

اداره وايي د تېر کال دغې مودې په پرتله روان کال د مرګ ژوبلو کچه ۳۶ فيصده کمه شوې ده.

د يوناما په رپوټ کې ویل شوي د روان کال په لمړيو درېو میاشتو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو د عملياتو په مهال د مرګ ژوبلو ټولې ۶۰۸ پېښې رامنځته شوي خو دا شمېرې د تېر کال په پرتله ۳۹ فيصده سېوا شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG