د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ټانک څخه د اسلام اباد ريجن د امدن یا انکم ټېکس محکمې کمشنر نامالومو کسانو تښتولی دی.
چارواکي وايي د اسلام اباد د کمشنر رياض مياني سره د هغه د کورنۍ درې نور کسان هم تښتول شوي دي.
د ټانک مرستيال کمشنر فهد وزیر وی او ای ډیوه سره په خبرو کې د پېښې په اړوند وويل، رياض مياني په ټانک ضلع کې خپل کلي مرتضی ته د مور جنازې له راغلی ؤ.
هغه وويل تېره شپه ناوخته نامالومه کسان راغلي او ریاض مياني يې سره د کورنۍ د درېو نورو غړو تښتولی دی.
مرتضی کلی د ټانک ښار څخه جنوب لويديځ ته نزدې ۳۰ کلوميټره لرې د جنوبي وزيرستان سره پولې ته څېرمه پروت دی.
فهد وزیر وايي د اسلام اباد انکم ټېکس کمشنر او هغه سره د نورو کسانو مالومولو په موخه د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
امنيتي سرچيني وايي د رياض ميانې د تښتولو دپاره نزدې شپږ کسان راغلي او دوي د امنیتي ځواکونو وردي اغوستې وه.
په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
چارواکي وايي د پېښې په اړوند نور جزيات به وروسته شريک کړي.