لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:پاکستان به نور دافغانستان دکورنیو شخړو برخه نه جوړیږي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې دافغانستان شخړو پاکستان اؤ افغانستان ته ډیر زیات زیانونه اړولي دي اؤ پاکستان به نور افغانستان کې دهیڅ یوې کورنۍ شخړې برخه نه جوړیږي

دپاکستان دجیو ټيلي ویژن له مخې پخپل یو بیان کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې له اوږد انتظار وروسته افغانستان کې دامن اؤ سولې دټینګښت یوه ښه موقعه رامنځته شوې ده اؤ پاکستان به دبین الافغاني مزاکراتو دراتلونکي غوڅ پړاؤ ته په کلکه ملاتړ کوي.

په عین حال کې دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دپنجشنبې په ورځ کابل کې یو کانفرنس ته د وینا په مهال په پاکستان غږ کړی چې په خوله خو هر وخت افغانستان کې دسولې طرفداري کوي خو باید په عمل کې هم دافغان سولې سره همکاري وکړي.

عمران خان ویلي افغان مشران به دخپل هیواد د راتلونکي پرېکړه پخپله کوي اؤ پاکستان ددې خبرې پلوي نه دی چې د زور زبردستۍ دلارې دافغان کشالې حل ولټول شي.

هغه ویلي پاکستان تر دې مهاله افغانستان کې دسولې دټینګښت دپاره هر ممکن هڅې کړي دي خو نور به دافغانستان دکورنیو شخړو برخه نه جوړیږي.

په نزدې وختونو کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان وروسته له هغې څو کرته دافغان دولت لخوا دافغانستان کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورن کړل شو چې هغه افغانستان کې دیو لنډمهاله حکومت ملاتړ اعلان کړو.

عمران خان نظر لري چې افغانستان کې یو داسې لنډ مهاله حکومت پکار دی چې د ټولو خواؤ استازیتوب ولري خو ددې سره سم دا هم وایي چې دلنډمهاله حکومت په اړوند یې دا یوازې افغان دولت ته مشوره ده نه چې دافغانستان چارو کې لاسوهنه.

خو افغان دولت وایي چې دخپل راتلونکي په اړوند دهرې پرېکړې کولو حق افغانان لري اؤ دعمران خان لخوا دلنډمهاله حکومت غوښتنه دافغانستان چارو کې څرګنده لاسوهنه ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG